شعـــــرونه

غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

ځکه پرې شونډي، او سترګو کې اوبۀ وړم
زۀ د ډېرو ارمانونو بار په زړۀ وړم

کوم يو درد دی ستا لپاره چې يې نۀ څکم؟
کوم يو درد دی ستا لپاره چې يې نۀ وړم؟

لکه را چې په غريب سړي سېلاب شي
ستا يادونو به يو ځای ورسره زۀ وړم

ما د چا يارۍ کې دغه ګټه وکړه
مات را مات وجود له غېږ د بېلتانۀ وړم

ستا شينکۍ سترګې بېخي د هيرې نۀ دي
خاطرې به دي تر مرګ په ژوندانۀ وړم

شفاعت چې بې تا ګرځمه نړۍ کې
زړۀ به مات وړم، مړه! روغ به يې نو ښۀ وړم

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x