
سعودي پر عمره کوونکو نوې ماليې لګوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): سعودي حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال له پيله پر عمره کوونکو او د داخلي الوتکو پر پروازونو نوې ماليې ولګوي.
د سعودي ملکي هوانوردۍ ادارې ويلي، نوې لګول شوې ماليې به د هوايي ډګرونو د زېربنا او خدمتونو د غوره والي لپاره کارول کيږی.
د هوانوردۍ ادارې له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال له پيله به دا ماليې ټولولی شي او هر درې کاله وروسته به په دې اړه بیا کتنه کيږي.
سعودي چارواکو دا هم ويلي، چې د ۲۰۲۰ کال له پيله پر هر عمره کوونکي به د ويزې لګښت سربېره د روغتيا بيمې شرط هم لګوي.
که څوک د روغتيايي بيمې کارډ ونه لري، عمره کوونکي به د سعودي په سرحدونو ۱۸۹ سعودي ريال د فيس لپاره جمعه کوي.
د دې سربېره د سعودي په داخلي الوتنو هم ماليې لګوي، خو ماشومان او د ټرانزيټ اړوند مسافر له دې ماليو مستثنی دي.