په بغداد کې د امریکا سفارت سوځول واشنګټن ته څه پیغام لري؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د تیرې سه شنبې په ورځ په زرګونو پاریدلو عراقیانو په پلازمینه بغداد کې د امریکا پر سفارت برید وکړ او د هغه ځیني تأسیسات یې وسوځول.

په بغداد کې امریکايي سفارت تر هغه وروسته سوځول کیږي چې امریکايي ځواکونو د یوه هوايي برید په ترڅ کې په عراق کې د ولسي پاڅون ملیشو په مرکز باندې په برید کولو سره ۲۸ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

عراقي ولسمشر صالح برهوم یاد برید د عراق په ځمکني تمامیت تیری ګڼلی او د بهرنیو چارو وزارت یې په بغداد کې د امریکايي سفیر ماثیو تولر(Matthew H. Tueller) د احضارولو غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی چې د نه حضور په صورت کې به یې عراقي حکومت په اړه هر اقدام کولای شي.

د عراقي پاڅونوالو د کتائب الشهداء ډلې مشر أبو آلاء الولائي په بغداد کې د امریکايي سفارت سوځول په ۱۹۷۹ کې په تهران کې د امریکايي سفارت له سوځولو سره مشابه کړي او هغه یې په عراق کې د امریکا لپاره لومړی درس بللی.

امریکايي سفارت هم خپل ټول کارونه ځنډولي او د سفیر په شمول یې د سفارت کارکوونکي له سفارته بل ځای ته لیږدولي دي.

په بغداد کې امریکايي سفارت تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې دی او په ۲۰۱۱ م کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهال تر یونیم زر زیات امریکايي سرتیري د همدې سفارت د امنیت په پلمه را وګرځول شول.

په کال ۲۰۰۳ کې پر عراق تر امریکايي یرغل وروسته دا هیواد هم د افغانستان په څیر تر امریکايي اشغال لاندې پاتې شو او له هماغې نیټې راهیسې تر اوسه پوري په عراق کې ټول جوړ شوي او ړنګ شوي حکومتونه په امریکايي دستور تر سره شول.

د همدغو حکومتونو د واکمني لپاره په عراق کې ۴۵۰۰ امریکايي سرتیري مړه او په سلګونو زره ژوبل شول.
د هغه ترڅنګ امریکایانو په عراق کې د خپلو ګوډاکیو حکومتونو د ټینګښت لپاره په بیلیاردونو ډالر ولګول، خو نن د امریکا له دې ټولو اقتصادي مرستیو او بشري تلفاتو سره سره د عراقیانو لخوا په بغداد کې امریکايي سفارت سوځول کیږي ، سفیر یې احضار کیږي او هلته د امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي.

د عراقیانو لخوا په بغداد کې د امریکايي سفارت سوځول واشنګټن ته دا پیغام لري چې که امریکا د عراق په شمول هرځای د خپل حاکمیت د منلو او یا هم خپلو ګوډاګیانو تپلو کوښښ وکړي خو خپلواک ولسونه یې منلو ته نه دی تیار.

امریکایان دا درس په افغانستان کې هم باید له خپل اشغال څخه واخلي او څوک چې یې دلته تر خپل حمایت لاندې راوستلي د زر او زور په مټ دي پر افغان ولس د تپلو هڅه نه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
په بغداد کی د امریکا سفارت سیزلو پیغام قاسم سلیمانی د ډرون طیاره له خوا تر لاسه کړ،
همدا سلیمانی.ډیر افغان میاندی د فاطمیون،زینبیون،په تجارتی نامه سره بوری کړی،
د همدا بوری میاندو ښیراګانی وی چه قاسم سلیمانی د ډرون راکټ نوش جان کړ.
چه بد ورزی،بد به پرزی،