سوله؛ مولوي عبدالسلام ضعیف

مولوی عبدالسلام ضعيف

سراب ته مي سول مخه د اوبو پـه تمه تمه
که سوله طولاني سوه د کلو په تـمه تـمه

عنقا غوندي يـو هيله د هـوا سوه نـه خپليږي
موږ لار ورتـه څارلـه د شيبو پـه تـمه تـمه

زرګونه ککری سولې تـر تـورو خاورو لاندي
لا لوبـــه ده روانه د ګــټو پــــه تــمه تــمه

ژوندي ژړانده ورک سـوله ځـوانان زمـوږ د کلي
د مـندو زاري تــرک سـوي د راتلــو پـه تـمه تـمه

دعـا د ټـول امـت ده په تعليق کـي او کـه څنګه
اسمــان تـه سترګـي وړو د قبليـدو پـه تـمه تـمه

ساحــل تـه لاره واړه طوفانـونـو ده ډب کـړي
څـپو څپو کـړو لانـدي د وتـو پـه تـمه تـمه

دا شـپه ډيـره اوږده سـوه او تاريکه سـر ګـردانه
ماتــم راتـه تـور تـم سـو د سپيـدو پـه تـمه تـمه

لقاء د ښو ځوانانو بې تهديده خلک غـواړي
دوه وروڼــه بــيل وسيـږي د لـيدو پـــه تـمه تـمه

چــا ســوله يــرغمل کــړه د پــروژو پــه جوړولو
کـــاذبه داعيـه سـوه د کــيدو پــه تـمه تـمه

عقلونــه يــرغمل دي د قــدرت او مـال پـه مـينه
حـق هـم داسـي مغلـوب دی د پيسو پـه تمه تمه

ضعيف ځواني کړه تيره د جنګونو په ګرداب کې
سپين ږيری سو د جنګ د تم کيدو پـه تمه تمه

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
مولانا الحاج ضعیف صاحب،
تمه په باره کی شعر لیکلی دی، تمه شه شی نه دی،
مولانا خالص په یو شعر کی وایی چه،
تمه خو د ورکه شی انسان له کاره وباسی،
دانی ته شی مرغان راوان په تمه تمه کی،
بیلکل تمه تمه به کوو،ځکه چه سوله د افغانانو په لاس کی نه ده.او نه افغانان داسی زعیم لری چه دا د څلویښتو کالو غوټه خلاصه کړی،
زما څخه تاته ښه پته ده .افغان ولس په ډیره عاجزی او خواری کی دی،ولس زعامت د امریکا او پاکستان په لاس کی ده،
دولتی،او طالیب مشران په مزو کی دی،د خوار غریب غم ورسره نشته

Back to top button
Close
Close