نړۍ

د تایوان د پوځ لوی درستیز ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د تایوان د پوځ لوی درستیز له څو نورور کسانو سره یو ځای د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی.

د تایوان هیواد دولتي سرچینو د «بي بي سي» انګلیسي څانګې ته ویلي، چې لوی درستیز له اتو نورو کسانو سره یو ځای هغه مهال ووژل شو، کله چې یې پوځي بلک هاک الوتکه د هوا د خرابوالي له امله د بېړنۍ ناستې په وخت کې ولوېده.

ویل کېږي، یاده بلک هاک الوتکه د تایوان شمال ته یوه پوځي مرکز ته پر لاره وه، چې د لوړپوړو نظامي چارواکو په ګډون ټولټال دوولس نفره پکې سپاره وو او  له منځه یې څلور تنه ژغورل شوي؛ خو پاتې یې تر الوتکې لاندې شوي.

چارواکي وایي، د ژغورنې  دډلو تر څنګ دوې نظامي چورلکې او اتیا تنه سرتېري هم د پېښې  ځای ته رسېدلي او د لوی درستیز د موندلو په هڅه کې دي.

تېر کال تایوان شپېته بلک هاک الوتکې له امریکا وپېرلې؛ خو دا څرګنده نه ده، چې د لوی درستیز لوېدلې الوتکه هم د همدې شپېتو له ډلې وه یا نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x