افغانستان

هلمند: ناڅرګندو کسانو د راډیو کارکوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په جنوبي ولایت «هلمند» کې د «سمون» په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو همکار «صفر محمد اتل» د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

د هلمند ولایت د والي ویاند «عمر ځواک» وايي، صفر محمد اتل د چړې په ګوزارونو وژل شوی او مړی یې د لښګرګاه ښار په صافیانو سیمه کې موندل شوی.

د نوموړي په قول، پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.

بل لور ته د افغانستان له رسنیو د ملاتړ اداره «نی» د سمون راډیو د مسئول مدیر «حیات الله ساحل» له قوله وايي، چې اتل له یادې شوې راډيو سره د تخنیکي برخې د همکار په حیث دنده مخته وړله؛ خو لا څرګنده نه ده، چې نوموړی له راډیو سره د کار له امله وژل شوی او که د قتل بل لامل موجود دی.

د ساحل په خبره، اتل تېر ماښام د مېلمستیا په بهانه له کوره ایستل شوی او تر هغه وروسته وژل شوی.

یاده دې وي، چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هیواد دی، چې یوازې تېر کال پکې له لسو زیات خبریالان وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x