افغانستان

ارګ: په واک کې د نورو ډلو شریکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په کابل کې د امریکا سفیر «جان بس» د یو ټول شموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړ، ارګ یې په غبرګون کې ویلي، په واک کې د نورو ډلو ور شریکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی او هغه به یې په اړه تصمیم نیسي.

جان بس تېره ورځ له طلوع نیوز تلویزون سره په خپله مرکه کې ویلي وو، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلګو ګډون کمرنګه وو؛ نو ځکه باید یو ټول شموله حکومت جوړ شي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د حکومت مشر د ویاند مرستیال «لطیف محمودي» امریکا غږ ته ویلي، چې د افغانستان په اساسي قانون کې د خلګو د ګډون کچه نه ده ټاکل شوې، بلکې هر نوماند چې پنځوس جمعه یو رایې خپلې کړې ولسمشر بلل کېږي.

د محمودي په خبره، دوی ډیموکراسي، جمهوري نظام او خلګو ته د واک ورکولو برخې ته ژمن دي؛ خو دا د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی، چې په دې اړه څه تصمیم نیسي.

د کابل حکومت تېرې ولسمشریزې ټاکنې، چې نږدې یو میلیون او اته سوه زره کسانو پکې برخه اخستې وه، د لومړنیو پایلو له مخې یې اشرف غني د ۹۲۳۸۶۸ رايو په اخستلو سره مخکښ اعلان شو.

جان بس تېره ورځ د اشرف غني وړل شویو رایو ته په اشارې ویلي وو، هغه ولسمشر چې رایې یې تر یو میلیون لا کمې وي، ډېر سیاسي اعتبار نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دوه میلونه روسان ، ایرانیان، پاکستاتیان، امریکایان، هندوان او لا چیناییان او داسی نور افغانستان اشغال کړی او لا یو میلون خارجیان یو میلون افغان غلامان ولری او یو هیواد لکه افغانستان اشغال کړی مګر د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ایستنی د پاره پکی د کابل د غلامی اداری په شان غلامه اداره لوری هماغه بلواک هیواد غواړی خپلواک نړیوالو ته وروپیژنی په دغه هیواد کی لکه د خپلواک هیواد په شان جمهور ریسږ، وزیران ، د ملی ملی په نوم اردو، پولیس او ملیشی ولری چه دا هیواد به خپلو عسکرو ، پویسو او ملیشو مستعمره وساتی… نور لوستل »

مجاهد

که ارګ او ارګ نشین خپلواک وی د دی په ځای چه وایی [ په واک کې د نورو ډلو شریکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی] جان بس ته ولی داسی نه وایی چه تاسی د امریکا سفیر او که د افغانستان جمهور ریس یاست چه مونږ ته قومانده راکوی؟ که دا ورته ووایی جان بس به خامخا ورته ووایی [[[[ تاسی غلامان او دا جرات ]]] نور به د ارګ مخ ونه ګوری ځه له کومه هیواد چه مو راوستی هلته ولاړ شه او کومی ډالری چه مو د دی هیواد مظلوم اولس استثمارولو او غلامولو دپاره درکړی وی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x