يو لار ورکی مسافر يم«نظم»

ثاقب خپلواک

یو لار ورکی مسافر یم
د هدف پر لور مزل دی
توره شپه یخه سېلۍ ده
خاموشۍ دي پر هرلوري شور جوړ کړی
پټ یم پټ یم، د تیارو په حجابو کې
ستوري ووهي د مینې
په تشیال کې سترګکونه
راته وکړي لارښونه
ترې نه واخلم الهامونه
د ځنګل پر لور روان شم
د سپوږمۍ زرینې وړانګې
غږوي پاڼې د ونو
ترنم یې داؤدي دی
زه یې وینمه په سترګو
چې یې وړانګې زما وجود کې
شوي زما سترګو کې ښخې
ما یې ږغ په غوږو واورېد
د وجود حال مې بدل شو
کیفیت د وجد ورک کړم له خپل ځانه
نورانیت یې زما په روح کې
هغه ورک مرموز رازونه
چې تشریح او را پیدا کړل
هغه تت_تت تصویرونه
یې څرګند زیبا_زیبا کړل
ډیر مرموز حقیقتونه
یې ښکلا_ښکلا…ښکلا کړل

ثاقب خپلواک

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button