خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امريکا د سفارت يوه ديپلومات ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به تر راتلونکو درې ورځو د طالبانو له استازو سره د تاوتريخوالي کمولو په اړه د خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.

امريکايي ديپلومات د نوم نه ښودلو په شرط امريکا غږ ته ويلي، که طالبان د تاوتريخوالي له کمولو سره موافقه  و نه کړي، دا خبرې به بېرته پيل نشي.

د ياد امريکايي ديپلومات په وينا طالبانو له خپلو مشرانو سره سلامشورې کړي او زلمی خلیلزاد اوس غواړي، د تشدد کمولو په اړه له هغوی وروستی ځواب واوري.

ځينو رسنيو او کارپوهانو تېره اونۍ ويلي و، طالبانو له امريکا سره په لنډ مهالي اوربند هوکړې کړې او ادعا يې کړې وه، چې د ۲۰۲۰ کال له لومړۍ ورځې به په ښاري سيمو کې اوربند پيل شي، خو طالبانو د اوربند په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د اوربند په اړه خپرې شوې ګنګوسې رد کړې وې، خو زياته کړې يې وه، چې امريکا له دوی د تاوتريخوالي او جګړو کمولو غوښتنه کړې، خو په دې اړه لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

څومره ساده خلک یو په ولا. له قطره د سولی هیله؟؟ هلته قطر کی د سولی د پردی شاته مانورونه پلان کیږی، پروګرامونه طرح کیږی، سوله د آی اس آی او د امریکی لاس کی ده. طالبان او د کابل حکومت هغوی ته د توت اهمیت هم نلری. هغوی (امریکه، پاکستان) خپل پلانونه جوړه وی بیغمه اوسه په ولاکه سوله موله په خوب کی هم ووینی. ټول ویده یی د مرګ په خوب دواړه خواوې مو د جنګ د سوخت د موادو په صفت مصرفه وی. څوک مو د جهاد په نوم او نور هم د د وطن د دفاع… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د زمکی د اخری ژوند په اخری شیبو او تکنالوژی له اخری پرمختګ وروسته چه د الهی ازموینی اخری ازموینو کی یواځی هغه کسان بریا ترلاسه کوی چه پوره ایمان او تقوی ولری الله ج دی مونږ په هماغو کمو کی حساب کړی. د دی مرحلی په اخره کی دجالی وحشت او دجالی فتنی په جلا جلا نومو راحرګندیږی کله د انګریزی، کله د روسی کله د امریکایی، اروپایی او داسی نورو نومو له خپل اخری وحشت کار اخلی، له مرمیو ډیر ډالر کاروی د دالرو زیاته برخه د میدیا د بی ضمیرو د پاره خرڅوی چه یو نیم یی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دجالی استعمار د دموکراسی د سیوری لاندی جلا جلا ایزمونه د مظلوم بشریت د استثمارولو د پاره ابتکار وکړو، مخکی له مخکی د مظلوم بشریت هیوادو ټولنیز جوړښتونه ځیړی او د هغه مظلوم هیواد د ویشلو او استثمارولو د پاره د هغه هیواد په ژبو، قومو، رنګو،سمت او مذهب سربیره په دغه ایزمونو لا پسی ویشی دغه جوړښتونه یو د بل په مقابل کی په جنګ او ځانو ته د مادیاتو د تطمیع او تمویل په مټ مطیع ساتی. په داسی حال کی چه دغه ایزمونه سره د دی چه څه ناڅه توپیرونه او تضادونه لری مګر د نظم نوین… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

خليلزاده پام کوه د طالبانو کرامو سره سم ښوره ، د دی کرامو سره د الله تعالی په امر نور غيبی مرستندوی هم سته .

کندهاری
میلمه
کندهاری

داچي « طالبانو له امريکا سره په لنډ مهالي اوربند هوکړه کړې» دلته په کابل کي د طالبانو ځينو پخوانيو چارواکو(اشغالګرو کفارو ته تسليم سوو او د طالبانو کرامو له وياړمنو ليکو څخه بېلو سوو ساکښانو) په ځينو رسنیو کي په خورا شد او مد او حق په جانبه قواره نيولو کوله، خو وروسته بيا ما يو چي د طالبانو د مهال لوی څارنوال يې معرفي کوي او ځان خورا لاسي او متفخ سړی ښکاروي په يوه تلويزيون کي وليد چي د خپلو مخکنيو خبرو پر خلاف يې ويل چي « د طالبانو مشران د تاوتريخوالي کمولو په اړه مشورې… نور لوستل »