د ترکیې پارلمان لیبیا ته د ځواکونو لیږلو غوښتنه ومنله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ترکیې پارلمان د حکومت هغه غوښتنه ومنله چې غواړي په لیبیا کې د قانوني حکومت ملاتړ وکړي او پلازمینې طرابلس څخه د دفاع لپاره خپل ځواکونه لیبیا ته واستوي.

ترکیې په دې وروستیو کې د لیبیا د قانوني حکومت سره د پوځي همکاري تړون لاسلیک کړ او پر اساس یې د لیبیا حکومت د ترکیې څخه د ملاتړ رسمي غوښتنه وکړه چې اردوګان بیا دغه موضوع پارلمان ته واستوله او نن پارلمان په یوه بیړنۍ را بلل شوې ناسته کې حکومت ته پوره واک ورکړ چې د هرې لارې د لیبیا د حکومت سره کومک کولای سي، هغه باید وکړي.

دغه ناسته چې نن ناوخته تر سره شوه، د حکومت پر غوښتنې د ۳۲۵ غړو موافقه او د ۱۸۴ غړو مخالفې رایې وکارول شوې.

په لیبیا کې د پخواني جنرال معمر القذافي د حکومت ړنګېدو وروسته او بیا د انتخاباتو په صورت کې د یوه منتخب حکومت جوړېدو وروسته د حفتر په نامه یوه جنرال د حکومت پر خلاف جګړه پيل کړه چې تر اوسه ادامه لري.

د جنرال حفتر سره ګاونډی هیواد مصر، متحده عرب امارات، سعودي، روسیه، فرانسه او ځیني نور هیوادونه نظامي او سیاسي مرسته کوي چې له امله یې هغه توانیدلی د لیبیا اکثره سیمې تر خپل واک لاندي راولي او په پلازمینه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا منل شوی حکومت محاصره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د