په کوچني عمر کې لارۍ او موټر کشونکی ماشوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د روسیې هېواد «۱۱» کلن اوسیدونکی ټموفي د ژوند په دغه لومړۍ برخه کې د تعلیمي او نورو بوختیاو پرځای خپل ډیر وخت په جم کې تیروي تر څو په کوچني عمر کې د زیات وزن پورته کولو ریکارډ خپل کړي.

ټموفي له ۵ کلنۍ څخه په وزن پورته کولو کې دلچسپې لري، د نوموړي دغه شوق پوره کولو لپاره یې والدینو ده ته د جم او وزن پورته کولو روزونه ورکول پېل کړي.

په شپږ کلنۍ کې ټموفي د خپل ځایي وزن پورته کولو په سیالي کې د ۵۵ کیلو وزن پورت کړ چې ټول لیدونکي یې حیران کړل، له هماغه وخته یې د لا همت او سخت کار هوډ وکړ.ٹموفے کلے واکن نامی لڑکا 11 سال کی عمر میں 100 کلو گرام وزن ایک حد تک اٹھا سکتا ہے اور وہ 105 کلو گرام وزن کا ریکارڈ بنانا چاہتا ہے (فوٹو: اوڈٹی سینٹرل)

ټموفي غواړي په ۱۱ کلنۍ کې په ملي وزن پورته کولو سیالي کې د ۱۰۵ کیلو وزن پورته کړي او نړیوال ریکارډ په خپل نوم کړي، هغه د تمریناتو پرمهال له دغې زیات وزن پورته کوي خو یادو سیالیو ته انتظار باسي.

تېر کال ټموفي په اسیایي سیالیو کې د ۱۰۰ کیلو وزن پورته کولو سره ټول حیران کړل، ځکه چې په کوچني عمر کې دومره وزن پورته کول کومه عامه خبره نه ده.

ټموفي لارۍ، موټر او دې ته ورته څيزونه د ربړي پړي په واسطه کش کوي، نوموړی خپله سیمه کې په اتل یادیږي چې د خپل هدف بشپړولو لپاره د خوراکي رژيم ترڅنګ هر ډول هلې ځلې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د