افغانستانمرکې

حمدالله تره خيل: د اماراتو ۳ کلن زندان د ګوانتانامو له ۱۳ کلن زندانه ډېر وحشي و «مرکه»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د متحده عربي اماراتو چارواکو د حمدالله تره خېل په نوم هغه قومي مشر، چې ديارلس کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي و او درې کاله يې د متحده عربي اماراتو په زندان کې تېره کړل، تېره اونۍ له زندانه خوشې کړی او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای شو دی.

الجزيرې تلويزون له نوموړي سره په خپل کور کې د يو شمېر قوميانو په حضور کې مرکه کړې ده، چې د نن ټکی اسيا د لوستونکو لپاره ټکی په ټکی پښتو شوې ده.

الجزيرة: تر هر څه لومړی د الله تعالی شکر دی، چې روغ يې، دا راته ووايه، چې تا سره هلته څه پېښ شوي او امريکايي عسکرو ولې نيولی وې؟

حمدالله تره خيل: ښه راغلاست، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت له نسکورېدو شپږ مياشتې وروسته د امريکايي عسکرو له راتلو سره زه له هغو لومړنيو خلکو څخه وم، چې د يوه قومي مشر په توګه مې له امريکا سره مرسته وکړه، په ځانګړې توګه، چې د طالبانو له تللو وروسته په هېواد کې

وضعيت ترينګلی و، امنيتي وضعيت نا انډوله و، ما فکر کاو، چې امريکا د افغان ولس د مرستې لپاره راغلې، تر څو، يو ټاکل شوی منتخب مشر او قوي حکومت ولري او موږ دغه شېبې د خپل ولس لپاره شمېرلې.

د يوه قومي مشر په توګه ما هڅه کوله، چې افغانستان يو قوي حکومت رامنځته شي، موږ په همدې منډو ترړو کې وو، ناببره هر څه بدل شول، په ۲۰۰۲ کال کې امريکايي ځواکونو د افغان عسکرو په ملتيا د سهار په درې بجې زما پر کور چاپه ووهله، زه نه پوهېږم، چې څه پېښ شوي، ما ترې پوښتنه کوله، چې ولې مو زما پر کور چاپه وهلې؟ زه خو له طالبانو او القاعدې سره تړاو نه لرم، بلکې زه خو يو ولسي سړی او قومي مشر يم او پخوا مې له شوروي عسکرو سره جګړې کړي، خو زما د خبرو ځواب نه و.

الجزيره: ستا له نيول کېدو وروسته څه پېښ شول او چېرته ونیول شوې؟

تره خيل: په خپل کور کې له نيول کېدو وروسته يې زه بګرام زندان ته ولېږدولم، هلته له سخت تعذيب او شکنجو سره مخ وم، څلور مياشتې وروسته يې ګوانتانامو ته ولېږدولم.

الجزيره: ايا پر تا کوم تور لګول شوی و؟ په داسې حال کې، چې له طالبانو او القاعدې سره هم نه وې او د بګرام او ګوانتانامو تعذيبونو په اړه که راته څه ووايې؟

تره خېل: ټول پوهېږي، چې په ګوانتانامو کې څه تېر شوي او تېريږي، د طالبانو، القاعدې او امريکا ترمنځ جګړه هم ټولو ته معلومه ده؛ ځکه چې دوی د يوه بل دښمنان دي او زه د دې جګړو برخوال نه يم.

له ديارلس کاله زندان وروسته امريکايي چارواکو د طالبانو پخواني وزيران او د اسامه بن لادن ساتونکي له ګوانتانامو زندانه خوشې کړل، خو زه يې هلته بندي وساتلم. ما به د تحقيقاتو پر مهال ورته ويل، چې زه مو ولې بندي کړی يم؟ نو هغوی به ځواب راکاو، چې ته له موږ سره تورن نه يې، خو ته په افغانستان کې زموږ لپاره خطر پېښوې.

الجزيره: ته يې څنګه له ګوانتانامو خوشې کړې او ولې يې متحده عربي اماراتو ته وسپارلې؟

تره خېل: هر شپږ مياشتې وروسته په ګوانتانامو زندان کې يو قضائي ناسته کېدله، هر ځل به يې راته ويل، چې زه د دوی لپاره ګواښ يم او په اخيره جلسه کې محکمې زما د برائت پرېکړه وکړه. دوی همدارنګه وويل: موږ دې يوه بل  دولت ته سپارو او ته خوښمن يې، چې کوم هېواد ته دې وسپارو؟ ما ورته وويل، زه مسلمان يم، کوم عربي دولت ته مې وسپارئ، لکه قطر، عمان او يا هم متحده عربي اماراتو ته، خو بايد مسلمان حکومت وي.

څه وخت وروسته وکيل راغی او راته وويل: موږ له اماراتو سره خبره وکړه، ته بايد هلته لاړ شې. ما ورته وویل ډېره ښه ده ان شاءالله، تر ټولو ښه دا ده، چې له ګوانتانامو زندانه ووځم. دوی راته وويل، دا ناشونې ده، چې ته افغانستان ته لاړ شې او که ته بيا هم ډېر ټينګار کوې، نو په ګوانتانامو کې به تر ډېر وخته پاتې يې، له همدې امله ما متحده عربي اماراتو اسلامي دولت غوره کړ.

الجزيره: په کوم اساس اماراتو ته وسپارل شوې؟ ايا ستا او امريکايي چارواکو تر منځ کومه محدده هوکړه وه؟

تره خېل: هو، زموږ تر منځ هوکړه وه. يوه ښځه راغله، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وزارت کارکوونکې وه، ما ته يې د اماراتو وضعيت تشريح کړ او راته يې وويل، ته به هلته درې کاله تېروې، له هغه ځايه نشې وتلی، تر هغه وروسته د افغانستان سربېره دخپلې خوښې هېواد ته تلی شې، هغې ښځې راته وويل، چې شپږ مياشتې به د نصيحت او اصلاح وخت وي، په لومړيو دوو مياشتو کې مې کورنۍ له افغانستان زما ليدو ته راشي، له شپږ مياشتو وروسته به دوی ما او کورنۍ ته مې کور او ټول اړتيا وړ شيان راپوره کوي.

ما او زما نورو بندي ملګرو له هغې سره هوکړه وکړه او موږ ترې وپوښتل، چې له کورنۍ سره اړيکې څنګه نيول کيږي؟ هغې راته وويل، په لومړۍ مياشت کې به پنځه دقيقې تليفوني خبرې وشي، په دوهمه مياشت کې به نيم ساعت خبرې کوئ، په درېيمه مياشت کې به هره اونۍ يو يو ساعت خبرې کوئ، دا د هوکړې عبارت و. هغې موږ ته هر څه په تفصيل بيان کړل، چې د اوسېدو ځای به مو پراخ وي، د سپورټ سالون به هم وي، موږ ته به هر ډول روغتيايي خدمات هم حاصل وي، د هوکړې له لاسليکېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته روان شوو.

الجزيره: هلته مو وضعيت څنګه و؟ ايا هر څه له هوکړې سره سم و؟

تره خېل: کله، چې اماراتو ته ورسېدو، موږ نه پوهېدو، چې موږ چېرته يو ښايي په ابو ظبۍ کې يا بل ځای کې به يو، خو موږ له امنيتي ځواکونو اورېدل، چې العين ښار کې يو، له الوتکې ښکته شوو، د اماراتو يو شمېر چارواکو زموږ هرکلی وکړ، په خوږه ژبه يې زموږ هرکلی وکړ، خو عملي چلند يې بل ډول و.

اماراتي چارواکو موږ بهرنيو عسکرو ته وسپارلو، سر پټو موټرو کې يې کينولو، زموږ لاسونه او پښې يې راوتړلې، هېڅ شی مو نه ليدل، زموږ سترګې يې هم په توره ټوټه راوتړلې، زموږ وضعيت ډېر خراب و، موږ فکر وکړ، چې دا احتياطي تدابیر دي، تر څو موږ د اوسېدو ځای ته ولېږدوي، په لاره کې پر موږ يو نيم ساعت تېر شو، تر څو موږ زندان ته ورسېدو، هلته موږ فلپيني ساتونکو ته وسپارل شو، زموږ يې له حمامونو پرته قفسونو کې واچولو، قفسونو ته له داخلېدو سمدستي يې له موږه جامې وويستې، لوڅ يې ودرولو، د زندان جامې يې راکړې او راته وويل، چې دا مو ځای دی. له موږ سره يې له وحشته ډک چلند وکړ.

زما د ققس او حمام ترمنځ پنځه متره فاصله وه، حمام ته د تلو لپاره هم بايد ما خپلې جامې ويستې وای، لاسونه او پښې به مو وتړل شوې، سترګې به يې راپټې کړې، هلته له پنځو دقيقو د زيات پاتې کېدو اجازه مو نه درلوده، ډېری وخت به مو هلته درې دقيقې تېرولې او که به مو ناوخته کړه، چې دروازه به يې په زوره راخلاصه کړه.

په لنډه توګه که درته ووايم، چې چلند يې ډېر سپک او وحشي و، دغه له دوو اونيو تکلیفونو وروسته مې ترې وغوښتل، چې بېرته مې ګوانتانامو زندان او يا بل هېواد ته ولېږئ او نه غواړم، چې په اماراتو کې پاتې شم، هلته له ځينو بشري حقونو برخمن و، خوراک مو ښه و او کوم تعذیبونه، چې موږ د اماراتو په زندان کې تېر کړل، په بګرام او ګوانتانامو کې مو هم نه و ليدلي. ايا دا يو مسلمان دولت دی؟

کله به چې موږ پوښتنه وکړه، چې ولې له داسې ذلت ډک چلند راسره کوئ، موږ خو ستاسې پر خاروه او يا هم د بل چا پر خاوره کوم جرم نه دی کړی، خو موږ ته هېڅ ځواب نه راکول کېده.

ما ورته وويل، تر څو به وضعيت همداسې وي؟ دوی راته وويل، تر دوو مياشتو، خو دا چلند همداسې يو نيم کال روان و، موږ دغه مهال هر ډول له سپکاوي ډک چلند وزغلمو، تر هغه وروسته يې يوه بل ځای ته ولېږدولو، چې تر دې ځای لږ ښه و او راته يې وويل، چې تاسې به دلته شپږ مياشتې پراته ياست، امريکايانو تاسې ته درواغ ويلي او کوم لاسليک يې چې درسره کړی، له موږ سره هېڅ تړاو نه لري.

الجزيره: په زندان کې مو له نړيوالو حقوقي ټولنو او يا هم محلي مدافع وکيلانو سره د اړيکې نيولې هڅه کړې وه؟

تره خېل: نه، موږ دا خلک هېڅ نه دي ليدلي، خو زه په دې باور يم، چې مدافع وکيلانو په ګوانتامو زندان کې پوهېدل، چې له زندانيانو سره څه پېښېدل، خو د متحده عربي اماراتو د زندانونو وضعيت له موږ پټ و، زه دا ګومان نه کوم، چې د امريکا متحده ايالاتو له اماراتو داسې غوښتنه کړي وي، چې له موږ سره له داسې ذلت او وحشت ډک چلند وکړي، موږ ته به ښه مناسب خوراک نه راکول کېده، د زندان له امله تر اوسه د ملا له درده کړېږم، سره له دې، چې ډاکټر ورته ويلي و، چې زه د ملا عمليات ته اړتيا لرم، خو دوی نه ده منلې.

په وروستيو کې يې چلند ډېر خراب شو، چې له امله يې زموږ يو ملګری د زندان يوه ساتونکي وهلو ته اړ شو، له هغه زندانه بل ځای ته ولېږدول شو، تر اوسه په زندان کې دی. ټاکل شوې وه، چې هغه هم له موږ سره يو ځای له زندانه خوشې شي، خو د هغه د روغتيايي او رواني وضعيت د ترينګلتيا له امله هغه په زندان کې پاتې شو او له موږ سره يو روسی بندي هم و، چې د زندان د وضعيت له امله يې د نه خوړو اعتصاب کړی و.

الجزيره: په داسې حال کې، چې له هغوی سره مو اړيکې هم ترینګلې وې، له زندانه څنګه راووتئ او کله پوه شوی، چې دوی تاسې ازادوي؟

تره خېل: له خپلې کورنۍ سره د تيليفوني خبرو پر مهال مې خپل ورور ته وويل، چې زموږ وضعيت ډېر زيات خراب دی، افغان حکومت بايد زموږ غم وکړي او زموږ د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي، تر دې څه وخت وروسته له کابله يو حکومتي پلاوی راغی، زموږ حال يې واخيست او راته يې وويل: «ايا تاسې غواړئ، چې افغانستان ته لاړ شئ؟» موږ ورته وويل، هو.

د زندان مسؤول راته وويل، چې يوازې په خپلې ارادې له اماراتو وتلی شئ، نو ما ورته وويل، چې د افغانستان اور ستاسې له جنته موږ ته غوره دی، موږ غواړو له دې خاورې ووځو او تيار يو، چې ځانونه په بحر کې وغورځوو، تر څو ستاسې له دې ظلمونو خلاص شو، په اماراتو کې هېڅ د ژوند په خوند پوه نشو او الحمد لله بېرته افغانستان ته راغلو.

الجزيره: هغه نور افغانان به څنګه شي، چې د ګوانتانامو او اماراتو په زندان کې پاتې دي، ايا د هغوی د راخلاصېدو ژمنې شته؟

تره خېل: دقيق معلومات نه لرم، خو د اماراتو په زندان کې زموږ ملګری د ترينګلي روغتيايي وضعيت له امله پاتې شو، اماراتي چارواکي پوهيږي، که په دې حال کې له زندانه راووت، نړۍ به د اماراتو له اصلي څېرې خبره شي، په داسې حال کې، چې متحده عربي امارات ځان د نړۍ مدني دولت او د بشري حقونو ساتونکی معرفي کوي، خو حقیقت داسې نه دی. د اماراتي استخباراتو په زندان کې تيارې او ظمونه دي، هلته د انسانيت هېڅ درناوی او بشري حقونه نه شته.

الجزيره: ايا اماراتي چارواکو د ليکل شوې هوکړې ژمنې عملي نه کړې؟

تره خېل: له څه وخت وروسته دوی راته وويل، چې ته کولی شې، خپله کورنۍ اماراتو ته راوغواړې او له هغوی سره ليده کاته وکړې او په ګوانتانامو زندان کې له موږ سره دا ژمنه شوې وه، نو ما ورته وويل، چې ما سره د سفر لګښتونو توان نشته. دوی راته وويل، چې د ټيکټ لګښت پور کړه او د اوسېدو کفالت به يې موږ وکړو.

ما د دوی له وينا سره سم خپله کورنۍ اماراتو ته راوغوښته، هغوی پوره مياشت هلته منتظر وو، خو ما سره د ليدو اجازه يې ور نه کړه، نه يې يوه روپۍ ورکړه، د اوسېدو موده يې پای ته ورسېده، هغوی سره جېب خرڅ ختم شو، ما ورته وويل، د افغانستان سفارت ته لاړ شئ، تر څو بېرته هېواد ته د ستنېدو لپاره درسره مرسته وکړي.

اماراتي چارواکو غوښتل، چې ما نور هم ګير کړي، د ټيکيټ له اخيستو وروسته مې کورنۍ بېرته هوايي ډګر ته روان شول، چې افغانستان ته لاړ شي، اماراتي چارواکو ورسره اړيکه ونيوله او ورته يې وويل، چې تاسې کولی شئ همدا اوس له خپل پلار سره په زندان کې ووينئ، هغوی ورته وويل، چې موږ خو اوس افغانستان ته د تلو لپاره هوايي ډګر ته روان يو، تر څو الوتکې ته ورسېږو او ويزه مو هم ختمه ده، خو چارواکو ورته وويل، هېڅ خبره نشته، موږ درته ويزه تمديدوو.

له يوې مياشتې انتظار وروسته يې زما کورنۍ ته اجازه ورکړه، چې يوازې د يوه ساعت لپاره له ما سره ملاقات وکړي. د ملاقات پر مهال مې خپلې کورنۍ ته وويل، چې بايد سمدستي افغانستان ته لاړ شئ، ځکه چې دوی درته درواغ وايي، څنګه يې درې نيم کاله موږ ته درواغ وويل، چارواکو حتی هغه کتابونه هم ما ته نه راپرېښودل، چې زما کورنۍ راته راوړي وو.

الجزيره: ايا د امريکايي او اماراتي چارواکو پر خلاف د قضايي دعوې دايرولو هوډ لرې؟

تره خېل: هو، اوس غواړم، د امريکا متحده ايالاتو، متحده عربي اماراتو او حتا د افغان حکومت پر خلاف هم دعوه دايره کړم، چې د يوه افغان وګړي په توګه يې زما پوښتنه نه ده کړې. زه به د اماراتو پر خلاف د بشري حقونو ټولنو ته خپله عریضه وړاندې کړم، چې ما ته يې تعذيبونه راکړي، په داسې حال کې د امريکا محکمې زما د برائت پرېکړه کړې وه او د ا د دوی واک نه و، چې ما دې درې نيم کاله په زندان کې وساتي.

الجزيره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه، مولانا صاحب ته د الله ج د هر مشکل اجر ورکړی،د روسانو مقابل کی ریښتینی مجاهد وه. د مولانا صا حب مصاحبه دا ثابت کوی چه ،پښتو متل، چه ځی ځی اببازو له بیرته راځی. که په ژوندون را نه شی،مړ جسد د افغانستان ته خپلوان را انتقالوی،نو ولی د افغان خاوره نه ابادوه؟ مولانا صاحب ته اخر خپل افغان په درد وخوړ، نو ولی خپل افغان امسلمان ورور قتل،بی عزته،او ذلیل کوو؟ ولی له خپل افغان ورور سره نه کینوو؟ولی یی د نور ګټو لپاره افغانان قتل کوو؟ د یوه عرب بن لادن لپاره ټول افغانستان لوخړه… نور لوستل »

جميل

هيڅ کومه د تعجب او حيرانی خبره نده چی ولی اماراتی عربو تر امريکايی کفارو بد چلند ورسره کاوه ، دا يوازی عربی امارات ندی ، ډيری اسلامی هيوادونه همداسی دی ، همدا علت دی چی منافق د دوږخ په تا ترينه ځای کی دی . که همدا اوس د امريکی حربی ماشين د غلامانو په واک کی ورکړل سی ډير قتلونه او ورانی به وکړی او افغانان به په ډيرو نورو مصيبتونو اخته کړی . کفار به بياهم څه شرم او زړه سوی ولری خو دا منافقين شرم و حيا او زړه سوی نه پيژنی ، دوی پدی هم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx