روغتیا

هغه ناروغۍ چې «کافي» یې مخه نیولی شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سویلي کوریا یوې څیړنې د سباناري غوره څښاک (کافي) په اړه ویلي چې کافي وګړي بیداروي، متحرک کوي او ذهني وړتیا یې فعاله ساتي.

دغه څیړنه د سویلي کوریا سول پوهنتون، او په هالیم پوهنتون کې د دنګتان ساکرید هارت روغتون ترسره کړې، دوی زیاته کړې چې د نورو ګټو سربېره کافي څښل د الزایمر «هیریدو ناروغي» او نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي.

په دغه څیړنه کې د ۵۵ کلنۍ څخه تر ۹۰ کلنۍ پورې وګړي شامل شوي، په دغه عمر کې اکثره د هیریدو ناروغي او ذهني وړتیا کمزورې کیږي، د کافي اغیز په دغه عمر کې ددې مثبت اهمیت په ډاګه کوي.

ددغې څيړنې پایلو ښودلې چې ۱۷.۶سلنه هغه کسان چې د ورځې یې لږ تر لږه دوه پيالې کافي څښله په دوی کې د «بیټا ایمیلوید» پروټین زیات شوی، خو هغه کسان چې له دوه پیالو یې کمه کافي څښله په هغوی کې ددغه پروټین شتون ۲۷سلنه لوړ شوی دی.

د «بیټا ایمیلوید» پروټینو شتون د الزایمر ناروغۍ خطر زیاتوي، کوم چې له ۵۰ کلنو څخه د زیات عمر وګړي پرې اخته کېدلای شي. په کافي څښلو دغه ګواښ تر ډیره له منځه تللای شي.

ګڼ شمېر نورو څیړنو هم ثابته کړې چې کافي څښل د الزایمر پر وړاندې مبارزه کولای شي، ددې سربېره کافي بدن کې د اضافي وازګې او چاغوالي پر وړاندې هم مقاومت کوي، همدغه راز په وینه کې د ټرای ګلیسریډونو کچه ټيټوي.

له دې وړاندې د سویلي کوریا ایهوا پوهنتون هم د کافي ګټو په اړه څیړنه ترسره کړې وه، دوی ویلي وو چې کافي عمر زیاتوي، ځکه چې دا د کولجین پروټینو مخه نیسي، کوم چې د پوستکي په نرمښت، تازه او لچکدار ساتلو کې مرسته کوي، دغه راز د برتانیې طبي پوهانو ویلي چې کافي څښل د عمر په تېریدو سره د بدن عضلات پیاوړي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x