ورزش

د پي ایس ایل سیالیو مهالویش؛ ټولې سیالۍ پاکستان کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ بورډ د تجارتي (PSL) لیګ سیالیو مهالویش په ډاګه کړ چې له مخې به یې ټولې سیالۍ د هېواد په داخل پاکستان کې ترسره کیږي.

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالۍ به د فروري میاشتې په ۲۰مه نېټه د کراچي کینګز او پشاور زلمي لوبډلو ترمنځ له لوبې څخه کیږي، دغه پرانیستونکې سیالي به په کراچي کې ترسره شي.

د پاکستان کرېکټ تجارتي لیګ تېرو څلورو پړاوونو اکثره سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره شوي، خو اوس د پاکستان کرېکټ بورډ پریکړه کړې چې ټولې سیالۍ به په پاکستان کې ترسره کړي.

د پي ایس ایل سیالۍ به د پاکستان په کراچي، لاهور، ملتان او راولپنډي ښارونو کې ترسره شي، لومړۍ لوبه په کراچي او وروستۍ پایلوبه به په لاهور کې وشي.

د پاکستان کرېکټ بورډ پریکړه کړې چې له دې وروسته به په خپل کوربه توب ټولې سیالۍ په دغه هېواد کې ترسره کوي، د همدې په پار یې د پي ایس ایل سیالۍ هم پاکستان ته انتقال کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x