نړۍ

د ایران د القدس ملېشو مشر قاسم سليماني په عراق کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران د سپاه پاسداران ځواک د القدس ملېشو مشر قاسم سلماني په عراق کې ووژل شو.

قاسم سليماني له ایرانه بهر د شيعه ملېشو مشر و، چې له يو شمېر نورو ملېشو سره يو ځای په بغداد کې د امريکا له لوري ووژل شو.

د عراق حکومتي تلويزيون ويلي، نوموړی د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا په توغنديز برید کې وژل شوی دی.

امريکايي رسنيو هم عراق کې د شيعه ملېشو په حواله ليکلي، چې قاسم سليماني او په عراق کې د حزب الله ملېشو «ولسي خوځښت» مشر ابو مهدي مهندسي د امريکا په برید کې وژل شوي دي.

سي ان ان، نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ او رويټرز خبري اژانس هم د قاسم سليمان د وژنې خبر ورکړی دی.

امريکايي چارواکو ويلي، په عراق کې يې د ایران پر هدفونو برید کړی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

قاسم سليماني وروسته تر هغه ووژل شو، چې تېره اوونۍ په عراق کې يو امريکايي قرادادي وژل شوی و.

امريکا ويلي و، نوموړی د ایران پلوو شيعه ملېشو په برید کې وژل شوی دی.

امريکا تېره يکشنبه د عراق په الانبار ولايت القائم سيمه کې د عراقي حزب الله ملېشو پر مرکزونو برید کې لږ تر لږه ۲۵ وسله وال يې وژلي او له ۵۰ زيات ټپيان کړي وو.

له دغو بریدونو وروسته ایران پلوو شيعه پارېدلو لاريونوالو په بغداد کې د امريکا پر سفارت برید وکړ او سفارت ته يې اور ورته کړ.

امريکا او ایران تر اوسه د قاسم سليماني د وژنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

داسې اندېښنې شته، چې د قاسم سليماني له وژنې وروسته به د امريکا او ایران ترمنځ تاوتريخوالی نور هم زيات شي، خو عراقي حکومت اندېښمن دی، چې د دوی هېواد به د تهران او واشنګټن د نيابتي جګړې مرکز شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x