د امريکا په برید کې وژل شوی قاسم سليماني څوک و؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): جنرال قاسم سليماني د ایران د سپاه پاسدران لوړپوړی افسر و، چې له ایران بهر يې د ایران د ګټو لپاره د جګړو مشري کوله، د ایران په بهرنۍ تګلاره کې مهم سړی بلل کېده، په سوريه کې د بشار الاسد د نظام پر خلاف د پاڅون په کمزوري کولو کې يې ډېر لاس درلود، همدارنګه يې په عراق کې هم د داعش ډلې پر خلاف ډېر فعاليت کړی و.

پيدايښت

قاسم سليماني د تېرې پېړۍ ۱۹۵۷ کال کې د مارچ په ۱۱مه د ایران کرمان ولايت په رابور ښار کې په يوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و.

نظامي ژوند او تجربه:

نوموړی د ۱۹۸۰ کلونو په لومړيو کې د ایران سپاه پاسداران کې شامل شو، په نويمو کلونو کې يې د عراق – ایران په جګړه کې ګډون کړی و، له دغې جګړې وروسته د ایران سرحدي عسکرو په لسو مهمو لوړپوړو جنرالانو کې وشمېرل شو.

په نويمو کلونو کې په کرمان ولايت کې له افغانستان سره په ګډه پوله د سرحدي ځواکونو مشر و، هغه مهال يې له افغانستانه ایران، ترکيې او اروپا ته د مخدره موادو په مخنيوي کې مهم رول لوبولی و.

په ۱۹۹۸ کال کې د جنرال احمد وحيدي له تقاعد وروسته د القدس دلګۍ مشر شو.

په ۲۰۰۷ کال کې د سپاه پاسدران د مشرۍ یحیی رحيم صفوي له ګوښه کولو وروسته د دې ځواک قومندانۍ ته نوماند و.

په ۲۰۰۸ کال کې، چې د لبنان حزب الله ډلې پوځي ووژل شو، دی د ایران له لوري د پلټونکي پلاوي د مشر په توګه لبنان ته لېږل شوی و. په همدې کال کې د مقتدی صدر په مشرۍ د مهدي لښکر او عراقي حکومت ترمنځ د جګړې ختمولو لپاره يې د منځګړي رول ادا کړ.

داسې هم ويل کيږي، چې سليماني په ۱۹۹۶ او ۹۷ کلونو کې بوسنيا کې د عرب جنګياليو روزنه کړې وه، چې د ایران- افغانستان پولې ته يې ولېږي. دا هغه وخت و، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ایران او افغانستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې تاوتريخوالی رامنځته شوی و.

په ۲۰۰۱ کال کې د ایران انقلابي مشر علي خامنه يې نوموړي ته له تورنجنرال څخه يې ډګر جنرال ته ترفيع ورکړه او خامنه يي ورته د «ژوندي شهيد» لقب ورکړی و.

سليماني د ایران د مذهبي انقلابي مشر علي خامنه يي په امر په ګڼو هېوادونو کې د بهرني سياست مشري هم کړې، چې تر ټولو مهم په کې لبنان، عراق او افغانستان دي. په دې درې واړو هېوادونو کې د ایراني سفارتونو کار کوونکي د سپاه پاسداران غړي دي. دا په دې معنا ده، چې نوموړي په سيمه او دغو هېوادونو کې د ایران د نفوذ د پراختيا مشري کوله.

ځينې راپورونه وايي، نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د پخواني عراقي ولسمشر جلاب طالباني د واکمنۍ پر مهال له لوړپوړي امريکايي افسر جنرال کريسټوفر او جنرال رايمنډ اوډيرنو سره د ولسمشر په دفتر کې د ليدو غوښتنه کړې وه، خو امريکايي جنرالانو يې غوښتنه رد کړې وه.

په ۲۰۱۲ کال، چې د بشارالاسد په مشرۍ د سوريې حکومت د پاڅونوالو پر وړاندې له ماتې سره مخ و، جنرال سليماني د حکومت په ملاتړ هلته د جګړې لپاره ولاړ، په سوريه کې يې د لبناني حزب الله او عراقي ملېشو مشري کوله او په يو شمېر جګړو کې يې په خپله هم ګډون کړی و.

نوموړي د سوريې جګړې لپاره زرګونه افغان شيعه وسله وال بیولی و، چې نږدې دوه زره افغان شيعه ګان په دې جګړه کې وژل شوي او شاوخوا اته زره نور په کې ټپيان شوي دي.

په عراق کې يې هم له داعش ډلې څخه د موصل په نيولو کې په خپله ګډون کړی و، همدارنګه په صلاح الدين ولايت کې د قاسم سليماني په مشرۍ شيعه ملېشو او کردي ځواکونو داعش ډلې ته ماتې ورکړې وه.

عراقي چارواکي وايي، که قاسم سليماني نه وای، د عراق حکومت به په بشپړ ډول له منځه تللی وای.

په يمن کې د حوثيانو له راپورته کېدو او د دغو ملېشو پر ضد د سعودي له عملياتو وروسته حوثيانو او د پرځول شوي ولسمشر علي عبدالله صالح ملېشو له ایرانه وغوښتل، چې قاسم سليماني ورلېږي، خو ایران دا راپورونه رد کړي دي.

د ۲۰۱۶ کال په مې مياشت کې، عراقي عسکرو د شيعه ملېشو په ملتيا په فلوجه ښار کې عمليات پيل کړل، د شيعه ملېشو «الحشد الشعبي» په ټولنيزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شول، چې د هغه وخت د لومړي وزير نوري المالکي او د سپاه پاسداران القدس دلګۍ مشر قاسم سليماني ګډ عمليات کوي او ګرځي.

دغه مهال ډېر داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د قاسم سليماني په مشرۍ شيعه ملېشو د داعش ضد عملياتو په نوم په فلوجه او ګڼو نورو سيمو کې سنيان په نښه کړي، زرګونه ملکي سنيان يې وژلي، د هغوی کورونه او مالونه يې لوټ کړي دي.

د تېر میلادي کال په اپریل میاشت کې  د سلیماني تر مشري لاندې «قدس» ځواکونه د امریکا د متحده ایالاتو له لوري تور نوملړ ته ور اضافه شول، چې په غبرګون کې یې د ایران مرکزي قوماندانۍ د امریکا له «سنټکام» ځواکونو سره د ترهګرو په څېر د چلند کولو ګواښ وکړ.

خامنه یي نوموړي ته تېر کال تر ټولو ستر پوځي نښان په سینه وټومبه.

څو ورځې وړاندې لاریونوالو په بغداد کې د امریکا په سفارت هجوم ورووړ، د امریکا ولسمشر ایران تورن کړ، چې د پېښې تر شاه لاس لري او تر څنګ يې بغداد ته د سفارت د خوندیتوب په پلمه ۷۵۰ تازه دمي سرتېري ولېږل.

وژنه

نن سهار د پنټاګان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د سلیماني وژل د امریکايي ډيپلوماټانو او پرسونل د خوندیتوب  لپاره اړین وبلل شول او یاده شوه، چې د نوموړي د وژلو امر ډونالډ ټرمپ ورکړی دی.

ایران هم مني، چې تر ټولو پیاوړی پوځي قوماندان یي مړ شوی؛ خو تر څنګ یې امریکا ته ګواښ کړی، چې د غچ په تمه دې اوسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقادر
میلمه
عبدالقادر

هیڅ وخت به ایران اوامریکا مخامخ جکړه سره ونه کړی زکه دواړه دهشته ګرد روزی اوګتی یی به دهشت ګردی کی دی خوالله ج دی وکی چه دوی مخامخ به جنګ اخته سی

احمد شاه ګلزار
میلمه
احمد شاه ګلزار

ېو متل ده چى واېې;{از خانه هندو قرآن بر آمد} امرېکى هېله په هېله چى ېو سم کار وکړ او قاسم سلېمانى ېې خمېنى ته واستاوه، هېله داټول حکومت اورژېم ېې ورته ړنګ کړى، او منطقه له دى آفته خلاص شې؛

اجمل
میلمه
اجمل

امریکایان چی په عراق ایرانی مشران وژلی شی بیانو د طالبانو مشران په کویټه او پیښور کی ولی نه وژنی؟

ممکن ځواب به یی دا وی چی خپل نو څوک نه وژنی هغوی سره خو دادی مذاکرات روان دی ولی یی ووژنی.