نړۍ

د قاسم سليماني وژنه؛ ایران له امريکا د سخت غچ اخيستو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د قاسم سليماني په وژنه سخت غبرګون ښودلی او امريکا ته يې خبرداری ورکړی، چې له امريکا به د هغه د وژنې سخت غچ واخلي.

د ایران «تسنيم» خبري اژانس د خامنه يي له قوله ليکلي: «هغو مجرمانو، چې جنرال قاسم سليماني يې شهيد کړی، سخت غچ به ترې واخيستل شي.»

خامنه يي زياته کړې، چې سليماني د مقاومت او د مقاومت د ټولو مينه والو لپاره د بريا رمز دی.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم د قاسم سليماني وژنه غندلې او زياته کړې يې ده، چې د هغه د وژنې په اړه به د امريکايانو خوشحالي ډېره نه وي او ژر به يې انتقام واخلي.

د عراق سرپرست حکومت او د سوريې ولسمشر بشارالاسد هم د قاسم سليماني وژنه غندلې او دا يې د امريکا له لوري ښکاره تېری بللی دی.

روسيې هم د قاسم سليماني په وژنه له ایران سره خپله خواخوږي ښودلې او د هغه وژنه يې بې پروا ګام بللی دی.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي، قاسم سليماني يې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر وژلی دی.

د امريکايي چارواکو په وينا سليماني له سوريې په الوتکه کې د دې لپاره بغداد ته ولاړ، چې شيعه ملېشې د امريکايي ديپلوماتانو وژنې ته وهڅوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، عراقيان د سليماني په وژنه خوښي کوي او هغه ويډيو يې هم خپره کړې، چې لاريونوال د سليماني په وژنه خوښي نمانځي.

خو امريکا کې د اپوزيسيون ديموکرات ګوند مشرانو او غړو د سليماني په وژنه اندېښنه ښکاره کړې ده.

د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند او ډيموکراټ سناتور کوري بکر ويلي، د سليماني وژنه به بدې پایلې ولري، پخواني مرستيال ولسمشر جوبايډ ويلي، ټرمپ د باروتو ډېري ته اور ورته کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د خرو غوښی لیوانو ته روا دی. څه وخت د مخه یی امریکا ته د ایران نازولی پاچا به ( نه په اسمان ستوری او نه په زمکه سیوری لری ) خمینی او خاوندانو بدل کړو . څه وخت وروسته یی د ایران خاوندانو مقابل کی کمونست صدام حسین وکارولو او یا یی صدام هم له کارولو وروسته له تیغه تیر کړو. له هغه وروسته یی د ایران اخوندی رژیم په سیمه کی تردی پیاوړی کړو چه ذروی او اتومی وسلو ته دسترسی پیدا او عربی شیخان پری وډاروی . څه وخت وروسته یی د سعودی شیخانو په مرسته یی… نور لوستل »

جميل

هيڅ هم نسی کولای ، تاسی يوازی پر بيوزلو او بيکسو سنيانو ښه پهلوانان ياست .

اجمل

ایران پلوو طالبانو غوا بیا لنګه شوه، دی سره به هغه طالبان چی د ایران په وسلو او پیسو جنګیږی هغوی به خپل تحرکات د جنوب او جنوب غرب حوزې کی زیات کړی. زه خو همیشه وایم چی سوله موله نشته د سولی د پردی شاته مانورونه او پلان طرح کیږی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x