افغانستان

د سولې عالي شورا: له پنځو میاشتو راپدېخوا مو مالي سرچینې بندې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د سولې عالي شورا مسئولین وايي، له تېرو پنځو میاشتو راپدېخوا نه معاش ورته رسېدلی او نه هم پخواني تجهیزات ورته په اختیار کې ورکول کېږي.

د سولې عالي شورا مرستیال «حاجي دین محمد» یک تلویزون ته ویلي « د سولې عالي شورا د دارالانشاء له لغوه کېدو وروسته، چې پنځه میاشتې يې پوره شوې، مالي سرچینې او تجهیزات قطع شوي.»

د یادې شورا مسئولین وایي، حکومت د سولې شورا د انحلال په لټه کې دی.

د سولې عالي شورا مسئولین داسې مهال د مالي سرچینو د درېدو خبر ورکوي، چې څه موده وړاندې حکومت د سولې د چارو لپاره د «سولې په چارو کې د دولت وزارت» تشکیل کړ او یوه اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې له لوري د یاد وزارت طرحه تصویب شوه.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له جوړېدو سره هم مهاله داسې اوازې وې، چې ښايي نور د سولې عالي شورا لغوه شي؛ خو هغه مهال یوازې د سولې شورا دارالانشاء لغوه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی ده! دی منافقینو د اسلام په پریښودلو او د ډالرو په راټولولو کی عقل هم له لاسه ورکړی . ډیره نزدی ده چه په ټوله غلامه اداره مو د امریکا له خوا معاشونه ودریږی، امریکا طالب مجاهدینو دومره متضرره کړی نه ده لکه څومره چه د کابل غلامانو متضرره کړه. په ځانګړی د تیر جهاد تش په نامه جهادی منافقین لکه دغه تصویر کی چه لیدل کیږی د اسلام او جهاد به پلورلو یی خپل او د مجاهدینو عزت او حرمت بایلود اوس یی د ذلت او رسوایی شپی ورځی رارسیدلی. د سولی شوری ته د سولی د شوری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x