نړۍ

امريکا خپلو اتباعو ته له عراقه د سمدستي وتلو امر کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): امريکا خپلو اتباعو ته امر کړی، چې سمدستي له عراقه ووځي.

امريکا دا امر وروسته تر هغه کړی، چې تېره شپه امريکا د ایران د سپاه پاسداران د «القدس» ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه په هوايي برید کې وواژه.

له قاسم سليماني سره په عراق کې د حزب الله شيعه ملېشو مرستيال ابو مهدي المهندسي هم وژل شوی دی.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته په عراق او ټوله سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو اندېښنې شته.

ایران د هغه وژنه غندلې او له امريکا يې د سخت غچ اخيستو ګواښ کړی دی.

سوريې او عراق هم د امريکا برید غندلی او دا يې څرګند تېری بللی دی.

روسيې هم د سليماني د وژنې په اړه له ایران سره خواخوږي ښودلې ده.

چين ويلي، په سيمه کې روان بدلونونه له نږدې څاري.

د رپوټونو له مخې عراقي چارواکي اندېښمن دي، چې هېواد به يې د امريکا او ایران د جګړو او تاوتريخوالي په مرکز بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا د خپلو اشباعوو سره یو ځای د عراق د غلامی اداری لوړپوړی جارواکی هم له عراقه وباسی زه باور لرم چه د عراق نظلوم اولسونه به یی یی د صدام حسین په شان غرغره کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x