
ایران: د قاسم سلیماني ځای ناستی وټاکل شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي مشر «ایت الله خامنه يي» د سپاه پاسداران د «قدس» ډلې د مشر «قاسم سلیماني» تر وژل کېدو ورسته «اسماعیل قاآني» د هغه ځای ناستی ټاکلی.
د خامنه یي له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د سپاه پاسداران د قدس ځواک مشري اسماعیل اقاني ته سپارم، څوک چې د قدس ډلې له برجسته قوماندانانو څخه دی او د قاسم سلیماني نږدې همکار پاتې شوی.»
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې قاآني به هماغه د سلیماني پالیسي مخ په وړاندې وړي او تر څنګ یې قاآني ته د ښه خدمت توفیق غوښتل شوی.
قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران ځواک د قدس ملېشو مشر وو، چې نن ورځ سهار مهال د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا د هوایي برید په پایله کې ووژل شو.
امریکا پر سلیماني برید د خپل پرسونل او امریکايي ډيپلوماټانو د خوندیتوب په موخه وباله؛ خو د ایران له لوري ورته توند غبرګون وښودل شو او ایراني چارواکو د غچ اخستو ګواښ وکړ.
دغه دی زړه ورایمانداره مسلمانان نه لکه عمران چه دډالروپه مقابل کی اسلامی اتحاد دوهابیانوپه پرمایش پریښود،دپاکستان اسلام ،سیاست اودوستی له ټولی دنیا ماسیواده