نړۍ

کرزی: د سلیماني وژنه د سیمې سوله او ثبات زیانمنوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د سپاه پاسداران د قدس ډلې د مشر «قاسم سلیماني» په وژنه توند غبرګون ښودلی او د نوموړي وژل کېدل یې د نړیوالو اصولو خلاف بللي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې، پر قاسم سلیماني برید په ټینګو ټکو غندل شوی، د نوموړي کورنۍ او د ایران دولت ته تسلیت ویل شوی او زیاته شوې، چې د سلیماني وژنه به په سیمه کې تشدد زیات کړي او د منطقې سوله او ثبات به زیانمن کړي.

کرزي، سلیماني یو باوقاره شخصیت یاد کړی، نوموړي ته یې دعا غوښتې او هغه یې د یو باثباته او سوله ییز افغانستان مینوال یاد کړی.

د کرزي په خبره « ایران په افغانستان کې د امریکا له حضور سره، سره له افغانستان سره هر وخت نېکې اړیکې غوښتې او د هیواد په بیا رغونه کې یې صمیمانه همکاري کړې.»

قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د القدس د څانګې مشر وو، چې نن سهار وختي د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا برید وواژه، نوموړی له ایران د باندې د پټو عملیاتو مشر وو او د سوریې او عراق په جګړو کې یې رغنده رول درلود.

د ایران مذهبي مشر «ایت الله خامنه يي» په هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړي او ګواښ یې کړی، چې له امریکا به د قاسم سلیماني غچ اخلي.

خامنه یي ددې تر څنګ د سلیماني همکار «اسماعیل قاآني» د نوموړي ځایناستی ټاکلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ده او يا د ده نفرو به کرزی ته په الوتکه کی د ډالرو ډک بکس ورکړی و .
دا غلام مداری د هرچا غلامی منی خو چی پيسی ورکړی ، د کرزی به دا د سنيانو په تيره بيا د افغانانو دښمن او قاتل نه وی ارمان ، په ډالرو کی به ځنډ او خنډ پيښ سی .

پتنګ

کرزی د خپله خوله پټه ونیسي ، کرزي د خپل حکومت په وخت کې خپلو لنډغرو ته په ملیاردونو امریکایې دالر بخشش کړل ، کرزی او دهغه باڼډ به حتمي محاکمه کیږي او غلا شوي دالر به بیرته هغو افرادو ته ور کوي چې امریکایانو او مذدورې افغان اردو وژلي دي ! نالت پر دې فاسد او دده په بانډ !!

غمی.پښتین

جوړ تازه.
کرزی(خوسکی) ته.
په سیمه کی ثبات ،سوله چیرته ده ؟چه د سلیمانی په مرګ بی ثباته شی،
که چیری جګړه ماران (امریکا ایران)همداسی دا غټ غټ مشران د راکټو هدف کړی نو ولسی خلک به ورڅخه په امن کی وی.

سيد زرغون شآه آغا

کرزى يولوى شيطان دى.ځکه چى ايران هره مياشت يو ميليون ايرو ورکولى چى سنيان مړه او ضعيف کى.ډير غټ مدارى دى.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x