نړۍ

پیښور: موټربم چاودني دپولیسو مرکز ویجاړ اومرګ ژوبله یی واړوله

breaking_news-5435(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۲۵) پیښور: نن سهار وختي د ۵ بجو په شاوخواکي یو بریدکونکي له بارودو څخه ډک موټر دپیښور ښار ګوره قبرستان ته څیرمه د سي آی ډی پولیسو دمرکز له دروازي سره وجنګاوه.

له سیمي څخه خلګ وایی  چاودنه دومره زوروره وه  چي دنژدي ټولو ودانیو هنداري او دروازي یی ماتي کړي، امنیتي چارواکي وایی دچاودني په وخت کي د پولیسو په مرکز کي له ۳۰ څخه تر ۳۵ پوري پولیس موجود وو.

چارواکی وایی چاودنه دیو لاري ډوله موټر په واسطه چي ۳۰۰ کیلو چاودیدونکي مواد پک ځای پر ځای شوي وو رامنځ ته شو ي ده، تراوسه پوري له نړیدلی وداني څخه ۲ وژل شوی او ۱۰ ژوبل کسان را ایستل شوی دي، او دپاتي کسانو دژغورلو لپاره په بیړه سره کار روان دي.

دپیښور چاودني له هغه چاودني څخه یوه ورځ وروسته رامنځ ته شوه چیري چی بریدکونکو په کراچي کي دسمندري قواوو د هوایی ځواکونو مرکز په نښه کړ او دپاکستان دسمندري قواوو دوي ډیري مهمي او قیمتي الوتکي یی په نښه کړی.

له دي څخه څو ورځي مخکي هم په پیښور کي یوي چاودني دامریکایانو دکونصلګري یو موټر په نښه کړ چي دوه تنه امریکایان ژوبل او یو پاکستاني ووژل شو.

چي ورسته یی پړه پاکستاني طالبانو په غاړه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x