نظــر

ولې (عثمانوبيا) یا له ترکیې نه وېره؟

لیکوال: أبو يعرب المرزوقي
ژباړن: علی أحمد راصد

که یونان د ترکیې له پرمختګ او د هغې له بیا راګرځېدو او د خپل برم د ترلاسه کولو څخه ویرېږي، هغه پوهېږي، او زه هم پوهېږم چې هغه یوه ورځ د ترکیې خلافت تر واک لاندې وه، دا سره له دې چې د ترکیې خلافت یې د ګروهې او عقیدې آزادۍ ته د اورتودګسي توکمیز چلند پر خلاف درناوی درلود.

      علي احمد راصد

که فرنسا د ترکیې له بیا راګرځېدو نه د ورته لاملونو په وجه وېره لري، هغه په دې پوهېږي او نه به یې هیڅکله له یاده ووځي چې ددوی د نیکونو خپل سري د اسلامی خلافت په راتلو پایته ورسېده.

پرتګال چې له ترکیې وېره لري ددې لپاره چې دوی ته ښه په یاد دي چې یو وخت اسلامی خلافت دوی د عربو له سمندرګي، له سرې بحیرې اومنځني سپین بحرڅخه ایستلي وو.

جرمني چې له ترکیې وېره لري وجه یې داده چې دوی پوهېږی یو وخت اسلامي خلافت د اوسنۍ اروپا بنسټ ایښودونکی پنځم شارل یې له سپین منځني بحر نه ایستلی ؤ او د لوی المغرب د بیا تر لاسه کولو جګړه یې پایته رسولې وه او په سیمه کې یې د قیصر عیسايي پروژې ته د پای ټکی ایښودی ؤ.

که فارسيان له ترکیې وېره لري ددې لپاره چې دوی له پخوا تر ننه له سني اسلام سره په جګړه لګیا دي، سلجوقیان وو چې په پیل کې یې د دوی په خوله کې قیضه واچوله او د ترکیې اسلامي خلافت ؤ چې د تل لپاره یې مهار کړل.

اسرائیل چې له ترکیې وېره لري په لامل یې زه هم نه پوهېږم، اسرائیل، پرته له دې چې توکمیز تعصب یې د خلافت په ښېګڼو سترګې پټې کړې وي لامل یې نه تر سترګو کېږي، ځکه په اروپا کې چې دصلیبې دیني ټول وژنې له ګواښ نه یهود چا وژغورل هغه اسلامي خلافت ؤ.

خو عرب چې د ترکیې له خوځښت نه وېره لري او پر وړاندې یې د دښمنۍ مټې رانغاړلي دا نو یوه معما ده چې زه یې په ریښتیا حیران کړی یم. ځکه چې داسې کوم عرب به نه وي چې که په زړه کې یې د سړیتوب او غیرت یوه ذره شتون ولري او هغه دې بیا په دې سترګې پټې کړي چې که دوی، ترکان نه وو، د امویانو له دواړو، لوي او وړوکي خلافت وروسته به یوعرب هم ژوندی نه ؤ پاتې شوی.

بیا که سلجوقیانو نه وو نو د عربو او سنیانو زور به اوبه شوی ؤ.

او که عثمانیان نه وو په سیمه کې به مسلمانان نه وو پاتې شوي.

ځکه چې د استرداد جګړه له صلیبي جګړو نه ډېره ځواکمنه وه، ددې لپاره چې صلیبي جګړې په داسې حال کې پیل شوې چې مسلمانان ډېر ځواکمن او پرمخ تللي وو، خو د استرداد په جګړو کې أمت په مادي او روحي لحاظ د ځوړ په حالت کې وو. نو که عثمانیان نه وو منځنی سپین بحر به لکه پخوا یې چې “مارا نوسترا” باله د روم تر واک لاندې ؤ، هغه چې پنځم شارل یې د بیا ترلاسه کولو هوډ درلود.

دېته ورته انجام به د خلیج، سرې بحیرې او بحر عرب هم ؤ.

د صفویانو او پرتګالیانو تړون به د هغو جزیرو د بېرته ترلاسه کولو لپاره چې د اسلام له راتلو مخکې، لکه د المناذرة او د بیزنطیانو تر واک لاندې د غساسنه وو سیمه چې ایران یې د بېرته په ترلاسه کولو ویاړي تحقق موندلی ؤ.

کېدای شي اسرائیل په سیمه کې د بیزنطي امپراتوري بدیل وي، حقیقت دادی چې پوتین په سیمه کې د همداسې رول لوبولو تابیا نیسي.

زه چې پوهېږم دا د عربو هغو سخت زړو حاکمانو دریځ دی چې انګریزي استعمار ګرو له اسلامي خلافت سره د خیانت او د هغه د ړنګولو لپاره د قدرت په ګدۍ کېنولي وو.

زه په دې هم پوهېږم چې، نشنلستان، کودتايي عسکري فاشیستان، چپیان او په نړۍ کې د عربو برسیره د هر مستبد پاتې شوني، غلامان چې اوس په لوی المغرب او لبنان کې د فرانسې د خوځښت ډلې په صفت شتون لري، په عام ډول د ترکیې له بیا راګرځېدو او په ځانګړي ډول، اسلامی هویت اود نیکونو تیر برم ته د هغې د ورګرځېدو څخه وېره لري.

همدا د ترکیې د هغو لومړنیو خوبونو پای دی چې د نوښت او رڼا په پلمه یې د مدنیت په نوم پرهغه ډېران ژوند تېراوه چې هلته د شرابو له ساقيخانو او مستۍ پرته بل څه نه وو.

ما په خپل ژوند کې او په یادو هیوادونو کې، داسې عقل او حماقت نه ؤ لیدلی چې په درویزه(ګدايي) کولو یوځل مصرف (یکبارمصرف) ژوند ته پرمختګ وايي خود عزت، آزادۍ او ناپییلتوب له شرطونو سره تړلي تولید ته نه.

زه نه پوهېږم چې عربان ولې له ترکیې څخه د وېرې احساس کوي، په خلیج کې ددوی څلور واړه دولت ګوټي- کویټ، قطر، عربي امارات او سعودي په یواځې ځان ددې جوګه دي چې په اقتصادي اوان په پوځي برخه کې د ترکیې په پرتله دوه برابره ځواک ولري، ځکه چې ددوی یواځې داخلي درامد تر دوه تریلیونو اوړي.

دوی ته یواځې د خپلو پلرونو د برم د بیا راګرځولو هوډ بسنه کوي چې د ماشومانو له بېباکیو خلاصون ومومي او یواځې د کورنی عایداتو پرمټ د ترکیې دوه برابره ځواکمن شي چې بیا د وېرې احساس ونه کړي بلکې نه په سیمه ییزه سطحه، ان چې له ټول امت څخه له المغرب څخه تر اندونیزیا د وېرې احساس لرې کړي نو که عربان په پیل کې په یوه اسلامي دولت سره سلا شي، ترکیه به یې د موخو ملاتړ وکړي.

خو د عربو بې رحمه حکمرانان ـ او د هغه ولس نه ددې خبرې تمه ناشونې ده چې په دودیز ډول خپلمنځي دوه ډوله ویش ته په هر څه غوره والی ورکوي، غلامي او ملاتړي.

خو دوی ددې پرځای پخپلو منځونو کې د صفویانو او صهیونستانو غلامۍ ته غاړه کېښوده، روسیې، امریکا او د دوی څانګو ایران او اسرائیلو ته جزیه ورکوی څو د عربي پرګنو له ځپلو او ددوی ترمنځ له نښتو او جګړو خوند واخلي.

دا هغه څه دي چې د عربو حکمرانانو خپل ولسونه د خوارۍ او ذلت تر بریده رسولي، د سیاست او ثقافت د هغو بېړا نخبه چارواکو له استبداد او فساد نه زورېږي چې ګومان کوي د ډبرو د غوړیو او د بشر پر سر د سوداګرۍ او د دیوثۍ په بدل کې چې له نوښت سره یې اغګلې، د نوښت واردول شوني دي.

په مخلوقاتو کې د الله تدبیر جاری دی.

ولا حول ولاقوة الا بالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

راصد صاحب تر ډيره درسره موافق يم چی عثمانيانو تر يو ډيره وخته اسلامی خلافت وساتی خو همدو وران او له مينځه هم يووړی ، په خلافت ؟ کی حرامسرايونه ، شراب او کباب رواج سول ، اروپايی سپينو شين سترګو پيغلو دربارته لاره پيدا کړه او مشران يی نورهم عياش او بيغيرته کړل .
تر عثمانيانو عربو اسلامی خلافت ښه ساتلی و .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x