
اجرائیه ریاست: تمه ده د «سلیماني» وژل کېدل له افغانستان سره د هیوادونو په همکارۍ منفي اغېز ونکړي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل):د کابل حکومت اجرائيه ریاست وایي، د امریکا له لوري د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر «قاسم سلیماني» وژلو خفه کړی او هیلمن دی، چې دا کار به له افغانستان سره د ملګرو هیوادونو په همکارۍ منفي اغېز ونکړي.
له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د سلیماني وژل کېدل د «تاسف» وړ بلل شوي او د نوموړي کورنۍ او د ایران دولت ته پکې تسلیت ویل شوی.
خبرپاڼه وړاندې زیاتوی « ایران زموږ یو متحد هیواد دی، د جهاد او مقاومت په دوره کې زموږ له خلګو سره درېدلی، د افغانستان په سوله او ثبات کې يې هڅې کړې او کلونه کېږي د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه دی.»
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «امریکا هم زموږ متحد هیواد دی، چې کلونه کېږي د تروریزم په وړاندې زموږ د مبارزې ملګرتیا کوي.»
اجرائیه رییس ددې تر څنګ د سیمې د هیوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې او په خبره يې، نوموړی په دې تمه دی، چې وروستۍ پېښه به له افغانستان سره د ملګرو هیوادونو په همکارۍ منفي اغېز ونکړي.
قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د القدس د څانګې مشر وو، چې نن سهار وختي د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا برید وواژه، نوموړی له ایران د باندې د پټو عملیاتو مشر وو او د سوریې او عراق په جګړو کې یې رغنده رول درلود.
د ایران مذهبي مشر «ایت الله خامنه يي» په هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړي او ګواښ یې کړی، چې له امریکا به د قاسم سلیماني غچ اخلي.
خامنه یي ددې تر څنګ د سلیماني همکار «اسماعیل قاآني» د نوموړي ځایناستی ټاکلی.