
پمپیو له اشرف غني سره د «سلیماني» د وژل کېدو په تړاو تلیفوني خبرې کړې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره د قاسم سلیماني د وژل کېدو په تړاو تلیفوني خبرې کړې.
د مایک پمپيو په ټویټر په همدې تړاو لیکل شوي، چې پمپیو له غني سره د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په تړاو چې په ترڅ کې یې قاسم سلیماني ووژل شو؛ خبرې کړې.
پمپیو زیاته کړې « ایراني رژيم د سیمې د بې ثباتي اصل لامل دی، امریکا به د خپلو موخو او خلګو ساتنه وکړي.»
Spoke with Afghan President @AshrafGhani on @realDonaldTrump's decision to kill Qassem Soleimani to protect American lives at stake. The Iranian regime’s actions are a source of instability throughout the region. The U.S. will protect its people and its interests.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) January 3, 2020
قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د القدس د څانګې مشر وو، چې نن سهار وختي د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا برید وواژه، نوموړی له ایران د باندې د پټو عملیاتو مشر وو او د سوریې او عراق په جګړو کې یې رغنده رول درلود.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د نوموړي وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې سلیماني په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زرګونو امریکایانو په وژله کې ښکېل وو او اوس يې هم په همدې پلانونو کار کاوه.
د ټرمپ په خبره، سلیماني باید تر دې وړاندې وژل شوی وای.
Afghan president yee wayeli di na da kabul hokomat
زمونږ په ملک کی هره ورځ په سلګونو کسان وژل کیږی څوک یی پوښتنه هم نکوی، دا د سنیانو دښمن چی ووژل بیا ټولو دنیاوالو خپل اخبارونه پری ډک کړل. په سلګونو شیعه هزاره ګان یی د سوریی جنګ کی مړه کړل پریږدی چی دا هم ځواب ورکړی. سلیمانی هلته څه غوښتل او څه یی کول؟ یو بین المللی جنګسالار وه. وژنه یی په بین المللی سطحه جنګونه کموی خو نیابتی جنګ ته به نور هم شدت ورکړی شی. د ایران پلوو طالبانو غوا بیا لنګه شوه، دی سره به هغه طالبان چی د ایران په وسلو او پیسو جنګیږی… نور لوستل »
اشرف غنی خو دوهم نړیوال متفکر دی په کار دا وه چه له وژلو دمخه یی ورځخه پوښتنه کړی وی چه د هغه وژل به د امریکا د پاره څومره ګټه ولری که تاوان. اوس خو تر ورځ اوبه تیری شوی. فکر کوم ترمپ یا پمپو به ځکه خبری ورسره نه وی کړی چه د دوهم متفکر نظر خو لکه د یو وکیل د توصیو په شان بیه لری او د غنی د پاره یی بیه د غنی تر غمره امریکایان افغانستان کی پاتی شی، امیریکا ته دغه بیه د منلو وړ نه وه امریکا د طالبانو له لاسه تر… نور لوستل »