ورزش

میسي په ۱۰۰ غوره لوبغاړو کې یو وار بیا لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د برسلونا کلب لوبډلې مشهور او نامتو ستوري لیونل میسي د ۱۰۰ غوره لوبغاړو له برخې د تېر په څېر یو وار بیا لومړی مقام خپل کړ.

د مارکا ورځپاڼې د کلنۍ شمیرې له مخې ۱۰۰ غوره لوبغاړي په ډاګه شول چې لیونل میسي د نورو لوبغاړو سره په ستر توپیر لومړی مقام ترلاسه کړ.

مارکا د اسپانیا ورځني سپورت ورځپاڼه ده چې د فوټبال سل لوبغاړو څخه یې لومړي لس غوره د ووټونو له مخې اعلانوي.

په دغه شمېره کې لیونل میسي د مسلمان لوبغاړي کریم بینزیما او ورجل ون دایک څخه په ستر توپیر وړاندې دی.

۳۲ کلن ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي ۵۹سلنه رایې ترلاسه کړې، کریم بینزیما په ۱۰سلنه رایو سره دویم، ویرجل ون دایک د ۸سلنه رایو سره دریم، کریستیانو رونالډو ۷سلنه، کیلیان امباپي ۶سلنه، سادیو مانی ۴سلنه، فرانکي دیانګ ۲سلنه، محمد صلاح ۲سلنه، رحیم سترلینګ او الیسن بیکر ۱سلنه رایې ترلاسه کړې.

دغه راز په ۲۰۱۹م کال کې لیونل میسي د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی هم اعلان شو، نوموړي په شپږم وار د بالون ډور نړیواله جایزه وګټله.

لیونل میسي تېر کال په زیاتو ګولونو وهلو کې دویم مقام خپل کړی و، نوموړي په ۵۸ سیالیو کې ټول ۵۰ ګولونه وهلي وو، لومړی مقام د بایرن میونخ کلب لوبډلې حمله کونکي لوبغاړي روبن لیونډوسکي خپل کړی و چې ۵۴ ګولونه یې وهلي دي.

باید وویل شي چې لیونل میسي تر دې دمه د ۲۰۱۹/۲۰ کال پړاو سیالیو کې له ژوبل کېدو سربېره ۱۵ ګولونه وهلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close