«دوه نه یو ټیسټ خو وکړئ»، د پاکستان له بنګلدیش څخه غوښتنه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ بورډ له بنګلدیش کرېکټ بورډ څخه غوښتي چې که دوی نه غواړي پاکستان کې دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړي نو لږ تر دې یوه سیالي لوبه ترسره کړي.

وروسته له هغې چې د بنګلدیش کرېکټ بورډ د پاکستان هغه غوښتنه چې د شل اوریزو سیالیو ترڅنګ دې ټیسټ سیالۍ هم په پاکستان کې ترسره کړي، بنګلدیش یې په پرلپسې ډول انکار کړی.

د بنګلدیش کرېکټ بورډ وایي چې لوبغاړي یې د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې د ناسم امنیتي وضعیت له کبله نشي پاتې کېدلای، خو کولای شي یوازې د درې شل اوریزو سیالیو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

بلخوا د پاکستان کرېکټ بورډ مشر احسان مانی ویلي وو چې له دې وروسته به پاکستان لوبډله خپلې کوربه سیالۍ هیڅکله له هېواده بهر ترسره نه کړي، «مونږ نور خپلې کوربه سیالۍ په خپل هېواد کې ترسره کوو، که نه سیالۍ به لغوه کیږي».

خو د بنګلدیش کرېکټ بورډ له پرلپسې ډول انکار کولو پاکستان له خپلې خبرې په شا کړ، دوی له بنګلدیش غوښتنه کړې، که دواړه ټیسټ لوبې نه ترسره کوي لږ تر لږه دې پاکستان کې یوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړي.

ددوی په وینا چې پاتې دویمه ټیسټ سیالۍ به په راتلونکې سیریز کې په بنګلدیش کې ترسره کړي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ سیالیو سیریز د پاکستان په کوربه توب د جنوري میاشتې په ۱۵مه نېټه پېل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close