ورزش

استرالیایي لوبغاړي بیګ باش لیګ کې ګټلې پیسې اور ځپلو ته ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): له تیرو څو میاشتو راهیسې د استرالیا هېواد په ځنګلونو کې سخت اور لګېدنې سلګونه کورنۍ بېځایه کړي، لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ورک شوي دي.

د استرالیا کرېکټ مشهور لوبغاړو کریس لاین، ګلین میکسویل، ډارسي شورټ او فواد احمد اعلان وکړ چې په بیګ باش لیګ کې په هرې شپږیزې وهلو ګټلې پیسې به د اور ځپلو سره مرستې لپاره سره صلیب ته ورکړي.

دغه اعلان لومړی کریس لاین پر خپله ټویټر پاڼه وکړ چې وروسته یې ګلین میکسویل ملاتړ وکړ، ډارسي شورټ هم دغه خیریه کار تایید کړ او فواد احمد یې هم د مرستې اعلان وکړ.

مسلمان استرالیایي لوبغاړي فواد احمد وویل چې د هرې شپږیزې او په هرې ویکټې ګټلي ۲۵۰ ډالر به اور ځپلو ته د مرستې لپاره ورکړي، فواد احمد په یادو سیالیو کې ۷ ویکټې اخیستې دي.

د استرالیا په تجارتي لیګ بیګ باش کې لوبغاړي ته په یوه شپږیزه وهلو او یوه ویکټه اخیستلو«۲۵۰» ډالره ورکول کیږي.

باید وویل شي چې د استرالیایي لوبغاړي هر یو ګلین میکسویل او کریس لاین چټک توپ وهونکي دي، چې په شپږیزو وهلو کې تر هر چا ښه مهارت لري.

کریس لاین چې د بریسبین هیټ لوبډلې لخوا لوبیږي، په تېره لوبه کې یې ۸۸ ناسوزیدلې منډې جوړې کړې او ۳ شپږیزې یې هم ووهلې، نوموړي د بیګ باش لیګ په روانو سیالیو کې تر دې دمه تر ټولو زیاتې ۱۲ شپږیزې وهلې دي، دغه راز ګلین میکسویل ۹ شپږیزې وهلې دي.

یاده دې وي چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د کرېکټ لوبغاړي د خپل هېواد بېوزلو سره په بېلا بېلو وختونو کې مرستې کوي، په دې لړۍ کې افغان لوبغاړي هم شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x