افغانستان

غني: د افغانستان خاوره د بهرنیو هیوادونو له لوري نه استعمالېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د بغداد په هوایي ډګر کې د سپاه پاسداران ځواک د «قدس» ډلې مشر «قاسم سلیماني» د امریکا برید وواژه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددې پېښې په اړه له «اشرف غني» سره خبرې کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې له ایران او امریکا غوښتل شوې، چې د سیمې د ثبات په موخه باید  د بحرانونو مخه ونیول شي او مسايل د خبرو له لارې حل شي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « د افغانستان اسلامي جمهوریت له امریکا سره د کړي توافق سره سم، ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د هيڅ بهرني هیواد له لوري نه استعمالېږي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، غني له مایک پمپیو سره په ټلیفوني خبرو کې هم د بهرنیانو له لوري د افغانستان د خاورې په نه استعمال ټینګار کړی.

قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د القدس د څانګې مشر وو، چې نن سهار وختي د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا برید وواژه، نوموړی له ایران د باندې د پټو عملیاتو مشر وو او د سوریې او عراق په جګړو کې یې رغنده رول درلود.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د نوموړي وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې سلیماني په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زرګونو امریکایانو په وژله کې ښکېل وو او اوس يې هم په همدې پلانونو کار کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله الفاروقي

خره كوره فه صحرا شفه كوره

افغانستان زمكه او فضا ي د بادار فه لاس كي ده
او لافي هم وهي

اباسین

داسې یو په اصطلاح ولسمشر چه د امریکا د سفارت له اجازې پرته تشناب ته نشي تلې ، څنګ کولي شي چه د افغانستان د خاورې نه ایران ته د امریکه برید مخنیوي وکړي ؟ ؟ ؟

عبدالله

دی وختو په کتو مدبرانه سیاست.

محمدظاهر حلیمی

افغان ملت ته پکار چی خپله بیطرفی وساتی اوپه اجنبی غلامانوپسی سوټی راواخلی اوهیوادنه یی وباسی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x