نړۍ

ټرمپ: سليماني مو د جګړې مخنيوي لپاره وژلی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، ده د ایران القدس ځواکونو د ځواکمن قومندان جنرال قاسم سليماني د وژنې امر يې د جګړې مخنیوي لپاره ورکړی ځکه چې سليماني د امريکايانو د وژنې لپاره پلانونه جوړول.

ټرمپ په فلوريډا ايالت کې رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل: «سليماني د امريکايي ديپلوماتانو او عسکرو د وژنې پلان جوړ کړی و، خو موږ له وخت مخکې په نښه کړ او ځان مو ترې خلاص کړ.»

هغه زياته کړې، چې موږ د جګړې اور زياتولو لپاره کار نه دی کړی، بلکې د جګړې د مخنيوي لپاره مو هڅه کړې او هېڅکله د ایراني نظام د بدلولو هڅه نه کوو.

ټرمپ ويلي، په عراق کې پر امريکايي هدفونو بريد او بغداد کې د امريکا پر سفارت د هجوم امر هم جنرال سليماني ورکړی و.

نوموړي زياته کړې، چې ایران په ګاونډيو هېوادونو کې د نیابتي جنګياليو په مرسته د ګډوډۍ او ناامنۍ تر شا لاس لري.

ټرمپ په ټينګار سره ويلي، د امريکا متحده ايالات د ایراني نظام د بدلون هڅه نه کوي او زياته کړې يې ده، چې «زه د ایران ولس ته ډېر درناوی لرم.»

د ایران د سپاه پاسدران د القدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني او په عراق کې د الحشد الشعبي «شيعه ملېشو» مرستيال ابو مهدي المهندسي د جمعې په سهار د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا په توغنديز برید کې ووژل شول.

ایران د امريکا له لوري د جنرال سليماني وژنه غندلې او د سخت غچ اخيستو خبرداری يې ورکړی دی.

داسې اندېښنې شته، چې د قاسم سليماني له وژنې وروسته به په سيمه کې تاوتريخوالی زيات شي او که ایران په رښتيا هم د قاسم سليماني د وژنې غچ واخلي سيمه کې به د جګړې نوی اور بل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

مسلمان مو له لمانځه پرته ( هغه هم نیمګړی) له نور څه خبر نه دی او لیبرالیسټ مو د عینکو او بوټو سره د غربی استعمار په غېږه کی کی پروت او ایمان او وجدان او عقل او غوږ او عقیده او ټوله شتمنی ئې ( البته که ئې ولری ) د غرب میډیا ته تسلیم کړېده.
امّا اصلی خبره:
قاسم سلیمانی د یهودی پروژې ( داعش) د ځپلو په جرم ووژل سو او بس.

پتنګ

انډیواله په صحرا کې اوښان پیايې ، نیمې روغې او نیمې ډیرې غلطې بابولالې بولې !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x