نظــر

ولي اوسمهال لوی څښتن د مسلمانانو سره مرسته نه کوي؟

ډېوه همت لور

د مسلمانانو د مغلوبېدو او شاته پاته کېدو له لاملونو څخه یو لامل دا هم دی چي اوسمهال موږ ټول فقط د ځانونو لپاره په ژوند کولو بوخت یو. یوازي د خپلو ځانونو او اولادونو د مړولو، روزلو او ساتلو غم راسره دی . کار یوازي د ځانو لپاره کوو، خو کله چي کومه ستونزه راباندي راسي یا یو الهي عذاب را باندي نازل سي، هغه وخت بیا مرسته د لوی څښتن څخه غواړو او وایو اسلام او مسلمانان زموږ د وروسته پاته کېدو لامل ګرځېدلي دي؟! جالبه داده چي موږ هیڅکله یو وخت له ځانونو څخه دا پوښتنه نه ده کړې چي موږ چي له اسلام، مسلمانانو او د هغو له رښتينو مدافعينو او مشرانو څخه ګیله کوو او هر څه ځني غواړو، دا موږ د اسلام لپاره څه کړي دي؟ موږ د مسلمانانو لپاره څومره کار کړی دی؟ موږ د هیواد لپاره څومره سر ښندني کړي دي؟ څومره شته مو د اسلام په لار کي لګولي دي؟ د اسلام د مدافعينو او مبارزينو سره مو څه ډول مرستي کړي دي؟ د اسلامي رسالت د رسولو لپاره مو څومره هلي ځلي کړي دي؟ لږ فکر وکړئ د اسلام په لومړيو کي د اسلام او اسلامي ژغورونکو ارزښتونو او مدنيت خپرول او اسلامي رسالت د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري رسول او د کفارو له منګولو څخه د مظلومو او مستضعفو خلکو او د اسلامي سیمو او مسلمانانو ژغورل د نن په شان وه؟ د ځانونو تېر ایستل آسانه دي، خو د حقیقت منل سخت کار دی.

نن ورځ چي موږ مغلوب یو او لوی څښتن هم مرسته نه را سره کوي لامل یې دادی چي شتو او د دې نړۍ لنډمهالو ښکلاوو او مادیاتو مو سترګي د حقیقت له لیدو را پټي کړي دي. غوږونه یې د حقیقت له اورېدو را کاڼه کړي دي. ژبي یې د حقیقت له ویلو را ګونګۍ کړي دي، په هر څه پوهیږو، خو څنګه حقیقت ووایو ؟ ځکه ځان، چوکۍ، رتبه او شته مو په خطر کي کیږي؟! شته او مادیات را ته تر هر څه نږدې او ګران سوي دي. په داسي حال کي چي د اسلام په لومړيو کي مادیاتو او شتو د مسلمانانو لپاره اصلا هیڅ ارزښت نه درلود. هغو پر الله تعالی بشپړ باور درلود، نه پر بوش، اوباما او ټرامپ ! ټول انسانان ورته عادي بنده ګان معلومېدل. د هغو توکل پر لوی څښتن وو او لوی څښتن د هغو د باور او اعتماد په لیدو سره مرسته هم ورسره کول. خو څنګه چي اوسمهال موږ مسلمانان د نړۍ واک، ځواک او اختيار د کفارو په لاس کي وینو لوی څښتن هم زموږ سره مرسته نه کوي او هغو ته یې خوشي کړي او اړکړي یو.

هو درنو لوستونکو حقیقت به ومنو!

د اسلام په لومړيوکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه نیولې بیا د خلفای راشدینو تر دورې پوري څنګه چي جهاد، هلي ځلي، سر ښندني یوازي د الله تعالی د رضا لپاره وې، ځکه به نو ډېر وختونه په جګرو کي د لوی څښتن غیبي او ناڅاپي مرستي هم ور رسېدلې او فتح به هم د مسلمانانو وه. خو تر هغه وروسته کله چي مسلمانان په ښکلاوو، هوساييو اوعیش او نوش بوخت سول، په خپلو منځو کي سره بې اتفاقه سول، درزونه پکښي راغلل، کفارو او دښمنانو غلبه پر وکړه او د مسلمانانو موخه هم فقط د ځانو لپاره ژوند کول او د مقام او شتو لپاره جګړه کول سول ، تر هغه وروسته لوی څښتن هم د مسلمانانو سره مرسته پرې ایښې ده. بیا نه غیبي مرستي د جنګ په ډګر کي څرګندي سوې او نه هم د ملایکو لښکر د مسلمانانو سره د مرستي کولو په موخه نازلي سوې. په داسي حال کي چي لوی څښتن تعالی فرمایلی دي:

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ (172) وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ (173)  ( ).
ژباړه: او په يقيني توګه زموږ د ژمني په باب زموږ پرېکړه او خبره (چي هيڅ خنډ نه پکښي راځي او هيڅ نه رديږي) له وړاندي څخه لا (د پيغمبرانو په توګه) زموږ د استولو سوو بنده ګانو په اړه (ثبت او مسلمه) سوې ده چي دوی (پر خپلو دښمنانو باندي په هغو دلايلو او ځواک سره چي پر دوی مو پېرزو کړي دي) بری موندونکي دي اوحقيقت دادی چي زموږ د (هغه) پوځ مجاهدين به (چي د الله په لار کي جګړه کوي) خامخا (پر خپلو دښمنانو باندي په ټولو ډګرونو کي) برلاسي وي (، څو د الله وينا، يعني: د اسلام دين او د الله توحيد ته د بلني وینا لوړه او برلاسې وي).

د لوی څښتن ژمنه بلکل حق ده. د هغه غیبي مرستي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند او تر هغه وروسته د مسلمانانو په برخه سوي دي. د بېلګې په توګه : د بدر په غزا کي الهي مرستي، د احزاب په غزا کي الهي مرستي، د مکې مکرمې په فتح کولو کي الهي مرستي، د روم او فارس په فتح کولو کي الهي مرستي او بالاخره د نړۍ د شرق او غرب سیمو ته د اسلام په رسولو کي که د لوی څښتن مرستي موجودي نه وای، مسلمانانو په دومره لږ وخت کي، په لږ شمېر سره، پرته له تجهیزاتو څخه کولای سوای چي اسلام په داسي آساني سره د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري ورسوي؟

باید ومنو چي د لوی څښتن تعالی د مرستي پرته دا هر څه کول شونی نه وو، خو اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چي ولي اوسمهال موږ له دې نعمته برخمن نه یو؟
باید ومنو چي بیا هم ستونزه په موږ کي ده. د لوی څښتن ژمنه حق ده او ثابته سوې هم ده . هو! اوسمهال له ځينو مواردو پرته د حق او باطل په ځینو جګړو کي اصلا د دواړو خواوو د موخو تر منځ ډېر لږ توپیر لیدل کیږي. نن ورځ زیاتي جګړې د اسلام لپاره نه دي، بلکي له بده مرغه د مسلمانانو او کفارو ترمنځ زیاتري جګړې د مادیاتو، واک ساتلو ، واک او مقام ته د رسېدلو، سیاسي او ډله ييزو اغراضو او مسايلو، ډول ډول شخړو او مخالفتونو، د پردو غليمانو د موخو د پر مخ بېولو، د ريا، ځان ښووني، شهرت او مطرح کېدلو لپاره او د شتو، نفتو، ځمکي او قومي او نېشنليستي اهدافو پر سر دي. که اوسمهال د جګړه مارو او ښکېلاکګرو کفارو پر ضد د مسلمانانو جګړې په اخلاص سره او خاص د لوی څښتن او اسلام لپاره وای، نو لوی څښتن به هم خپلي مرستي نه را څخه سپمولای.

لوی څښتن فرمايي:
 وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ( ).
ژباړه: او (په ټولو احوالو کي مو) د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت وکړئ او يو له بل سره شخړي (او مخالفتونه) مه کوئ، (چي د خولو او زړونو يو والى مو له منځه ولاړ سي). که نه کمزوري به سئ، ځواک او برم به مو ولاړ سي.
 وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ ( ).
ژباړه: او د هغو کسانوغوندي مه کېږئ چي له خپلو کورونو څخه مغرور، ځان ستايونکي او د خلکو په وړاندي د ځان ښوولو لپاره ووتل.
 إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ ( ).
ژباړه: بې شکه الله د ورانکارانو(مفسدانو) کار نه جوړوي (، بلکي ورانوي او باطلوي يې).
د قادسیې په جګړه کي کله چي رستم د مسلمانانو څخه د مسلمانانو د استازي د ور لېږلو غوښتنه وکړي، نو سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ربعي بن عامر رضي الله عنه ورولېږي. ربعي بن عامر د مسلمانانو په استازیتوب رستم ته ورسي.

ایرانیانو خپله ماڼۍ او دربار په وریښمينو غالیو فرش کړې وه. ټوله ماڼۍ یې په ګرانو قیمتي ډبرو اوډلې او سینګار کړې وه. رستم د سرو زرو تاج پر سر ایښی وو او د زرو پر تخت ناست وو. ربعي بن عامر په ډېرو ساده او ځيږو کاليو کي په داسي حال کي چي پر آس سپور وو، پرته له دې چي د هغو د دربار ښکلا په پام کي ونیسي، دربار ته ور ننوزي. له آس څخه کښته سي او د خپلي وسلې سره، زغره اغوستې او خول پر سر په مجلس ور ګډ سي. درباریان ورته ووایي: ته باید د وسلې سره په مجلس کي ګډون ونه کړې. ربعي بن عامر ورته ووايي: زه په خپله خوښه دلته نه یم راغلی، بلکي ستاسي د غوښتني سره سم راغلی یم. که زما سره په همدې حالت کي خبري کوئ، زه حاضر یم، کنې بیرته ځم.

د دې په اورېدو سره درباریانو ته ووایي. دی پرېږدئ چي نږدې راسي. ربعي بن عامر تر اجازې ورکولو وروسته پرته له تکلف څخه په داسي حال کي چي پر خپلې نېزې یې تکیه کړې وه، د تخت لور ته ور روان سي او څنګه چي پر نېزه یې زور کړی وو، وریښمني غالۍ د نېزې په څوکه سورۍ سورۍ کړي او وړاندي ورسي او رستم ته نږدې کښېني. ( ).

دا وه د هغه وخت د مسلمانانو د ایمان پیاوړتیا چي د رستم ماڼۍ، شتو او قدرت اصلا د ده پام ځانته وانه ړاوه او نه یې په کیسه کي سو . ځکه ربعي بن عامر پوهېدی چي رستم که هر څه دی بیا هم یو مشرک دی. مسلمانان که په څرګنده څه نه لري، د هغو ایمانونه تر ټولو لویه شتمنۍ ده. اوس نو راسئ د نن ورځي مسلمانانو ته. په موږ کي به نن د ربعي بن عامر په شان څومره اسلامي جرات، او شجاعت لرونکي مسلمانان شتون ولري چي داسي یوه مشرک لوی چارواکي ته د غوړمالۍ پر ځای په داسي سر لوړي او شجاعت سره حاضر سي ؟

پخوا مسلمانانو یوازي د لوی څښتن د رضا لپاره کړني تر سره کولې، همدا لامل وو چي لوی څښتن هم د هغو سره مرسته کول او د ژوند په ټولو چارو کي یې بريالي کول. تاسي فکروکړئ د احد په غزا کي فقط یو ځل صحابه وو رضي الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت وکړ او له هغي غونډۍ چي پيره يې پکښي کول را کښته سول، خدای تعالی هغه ګړی خپلي مرستي ور څخه غوڅي کړې او په داسي حال کي چي بريالي ول بيرته يې ماته ورپه برخه کړه او دا درس یې ورکړ چي په راتلونکي کي بیا هیڅکله د شتو او غنیمت لپاره د لوی څښتن او د هغه د استازي مخالفت ونه کړي. نو نن چي موږ هره شېبه په یوه او بله پلمه د لوی څښتن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احکامو مخالفت کوو، څنګه به د لوی څښتن د مرستي په تمه او سو؟

نن د یویشتمي پېړۍ مسلمانان د هغو کړنو په پلي کولو کي د یو بل سره سيالۍ (مسابقې) کوي چي لوی څښتن او رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه رضي الله عنهم ځني منع کړي وه. اوسمهال موږ مسلمانان زياتره د شیطان او کافرو طاغوتانو مداهنت، اطاعت او پیروي کوو، خو ځانونه د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم امتیان ګڼو او د لوی څښتن غیبي مرستو ته هم منتظر یو؟!

درنو لوستونکو! لږ متوجې سئ ! ابلیس یو ځل د لوی څښتن په دربار کي د هغه د امر څخه سر غړونه وکړه، لوی څښتن هغه تر قیامته له خپل درباره پسي واخيست. نو موږ چي په وارو وارو د لوی څښتن له احکامو څخه په یوه پلمه او بله پلمه سر غړونه کوو، لا هم هیله لرو چي د لوی څښتن له مرستو برخمن سو؟! زما په اند اوس هم د لوی څښتن تعالی مهرباني ده چي ډبري نه دي راباندي اورېدلي.

قاضي ابن شداد د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله په اړه ویلي دي: یوه ورځ سلطان ماته وویل: نه غواړې چي د زړه هیله درته ووایم؟ بیا یې وویل: هر کله چي لوی څښتن د پاته ساحل فتح را په برخه کړي، هوډ لرم چي ښارونه یې سره ووېشم، ټولو ته لازمي توصیې وکړم او بیا د سمندر لور ته ولاړ سم او د جهاد لپاره لیرو لیرو سمندرونو او سیمو ته وخوځم، تر دې چي هیڅ کافر د ځمکي پر مخ پاته نه سي او یا په همدې لاره کي مړ سم. ( ).

د لوی څښتن ناڅاپي مرستي هم د دغسي وګړو سره مل وي. چي موخه یې فقط د اسلامي رسالت رسول او د کفر له منځه وړل وي.

کله چي د قادسیې په جګړه کي مسلمانان تر څه مودې انتظار کولو وروسته سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ته ووایي : د دجلې تر اوبو هغه خواته د رستم ماڼۍ ته اوښتل شونی نه دی، نو بايد څه وکړو؟ سعد رضي الله عنه ورته ووایي : یا ماڼۍ فتح کوم یا همدلته مرم، خو بیرته ګرځېدونکی نه یم. پای اسلامي لښکر د دجلې اوبو ته د ځان اچولو هوډ وکړي، لومړی عاصم‌ بن‌ عمرو رضي الله عنه اوبو ته د ګډېدو لپاره مثبت جواب ورکړي او بیا د شپږو سوو کسانو په شا و خوا کي نور اسلامي لښکر له اوبو څخه د رستم خواته، پرته له پل او بېړۍ څخه د تېرېدو لپاره چمتو سي. عامر بن عمرو رضي الله عنه د لاندي آیت په تلاوتولو سره په اوبو ګډ سي او نور لښکر هم ور پسې ګډ سي:

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا  [آل‌عمران: 145].
په تاریخي روایتونو کي راغلي دي چي د لوی څښتن په مرسته سره یو مسلمان هم په اوبو کي ډوب نه سو. کله چي رستم او نورو ایرانیانو د اوبو پر سر باندي اسلامي لښکر د دوی لور ته د ورتلو په حال کي وویني، وویریږي او د تېښتي په حال کي یو بل ته ووایي: والله ! دا انسانان نه دي، جنیات دي !

اوس نو یو څو شېبې له احساساتو پرته لږ په انصاف سره فکر وکړئ چي زموږ کومي کړني د هغه وخت د مسلمانانو سره سمي دي؟ په کومه اندازه مو اسلامي احکام پر خپلو ځانونو پلي کړي دي؟ څو ځله مو د اسلام لپاره خپل نفسونه تر پښو لاندي کړي دي. د اسلام او اسلامي رسالت لپاره مو څومري قربانۍ ورکړي دي؟ آیا نن ورځ چي موږ ځانونو ته مسلمانان وایو زموږ ټولي کړني د قرآن او سنت او د اسلام د مخکنيو سرښندونکو د کړنو سره سمي دي ؟

نه پوهېږم يوه عالم ته څنګه معلومه سوې وه چي ويل يې : د اسرائیلو او فلسطینيانو په جګړه کي څو ځله ملایکي نازلي سوې څو د مسلمانانو سره مرسته وکړي. خو څنګه چي د دواړو لوريو ظاهري شکلونه اوکړني یو ډول وې، ملایکي بیرته ولاړې او لوی څښتن تعالی ته یې وویل: یا الله ! ته ښه پوهیږې، هلته د دواړو لورو تر منځ هیڅ توپیر موجود نه وو، د ټولو کړني یو ډول وې…. ( ).

نو اوس تاسي فکر وکړئ او ووایاست چي اوسمهال ولي لوی څښتن د مسلمانانو سره غيبي مرستي نه کوي او ولي موږ مغلوب یو؟

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

پرقرآنکریم عمل نکوو دمنافقانولیکل سوی کتابونه وایو دهرملا اومذهب خپل جلادین دۍ چه دی ته وایی بدعت لویه ګمراهی:مُنِیبِینَ إِلَیْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِیمُواْ الصَّلاةَ وَلَا تَکُونُواْ مِنَ الْمُشْرِکِینَ ۳۱ رجوع کوونکی دده طرف ته اوویریږۍ له ده نه اوقایم کۍ لمونځ اومه کیږۍ تاسوله شرک کوونکونه مِنَ الَّذِینَ فَرَّقُواْ دِینَهُمْ وَکَانُواْ شِیَعاً کُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُونَ۳۰ سوره الروم۳۲ له هغوکسانونه چه ټوټی ټوټی یی کۍ خپل دین اوسول دوی ډلی ډلی هره یوه ډله په هغه څه چه له دوی سره وی خوشحاله ده. داچه موږدین پرشیعه سونی اونورو ډلوویشو شرک دی موږټول مسلمانان حطمی بایدپریوه قرآنکریم عمل وکو چه… نور لوستل »

جميل

محترمی او نيکی خوری السلام عليکم و رحمته الله وبرکاته مونږ وياړو چی تاسو غوندی د علم او د همت خاوندانی فعالی خوندی لرو الله تعالی دی پر هر ټکی خيرونه او برکتونه درکړی ، جنت الفردوس مو ځای سه زمونږ خالق به په هره زمانه کی د موئمنينو مرسته وکړی پديچی کفار هيڅکله هم په پوره توګه پر مسلمانانو بری نسی موندلای دا زمونږ د رب وعده ده چی و خپل خوږ او آخری نبی محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يی ورکړيده او پخپل خوږ کلام کی يی هم وعده کړيده ، ښه نمونه يی په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x