افغانستان

دانش: تمه ده سیمه ییز تحولات د افغان سولې پروسه زیانمنه نکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د  ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، نوموړی په دې تمه دی، چې سیمه ییز تحولات او بحرانونه د افغانستان د سولې په پروسه منفي اغېزه ونکړي.

دانش چې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب شپاړسمې کلیزې غونډي ته یې خبرې کولې، وویل «موږ امیدواره یو چې د سیمې تحولات زموږ پر هېواد منفي اغیزې ونلري او د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن نکړي.»

د دانش په خبره، سلیماني د داعش پر ضد د مبارزې په لاره کې یوه برجسته څېره وه او د نوموړي مرګ په سیمه کې ثبات له منځه وړی او وضعیت یې کړکېچن کړی.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې هیچا ته اجازه نه ورکوی، د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه واخلي او دکوم بل هیواد په ضد یې وکاروي.

قاسم سلیماني، د سپاه پاسداران ځواک د «قدس» څانګې مشر وو، چې تېره ورځ د بغداد په هوایي ډګر کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې برید وواژه.

د پنټاګان له لوري په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د «سلیماني» د وژلو امر خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چی د افغانستان منافق غلامان ولی وارخطا دی ؟؟؟؟؟
داچی ايرانی تومان پر بنديږی او يا داچی دوی فکر کوی چی مالکان به يی په ايران کی اخته سی او دوی به بی سرپسته او يتيم پاته سی ، څه خو يی خامخا درک کړیدی چی يو يو يی بوغاری وهی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x