
د قاسم سلیماني وژنه او پر موږ یې اغیز
حفيظ الدين پيرزاده
قاسم د ایران د سپاہ پاسداران القدس ډلگۍ تر ټولو مضبوط قومندان و، ھغه په لبنان، عراق او سوریه کې جگړې کړي، ډیري بیگناہ انسانان، ښځې، ماشومان او ضعیفان یې یواځې د سُني توب پر جرم وژلي. ھغه د ټولو ھغو ایراني ځواکونو مشري پر غاړہ درلودہ چې له ایران څخه بھر پر جگړہ بوخت دي.
د شمال ټلوالې له وژل شوي قومندان احمد شاہ مسعود سرہ یې ھم یارانه درلودہ.
د ھغه قتل په سیاسي حلقو کې مختلفې گونگوسې را پارولي؛ ځیني وایي الله تعالی ظالم پر ظالم مسلط کړ نور بیا داسې انگیري چې د سلیماني وژنه به د امریکا او ایران تر منځ د اوبو ورخ مات کړي، ایران به د امریکې پر نظامي اھدافو په افغانستان یا کومه بله سیمه کې وبلوسي او داسې یو شر به ترې جوړ شي چې زموږ به پکې خیر وي.
خو زہ فکر نه کوم داسې غیر مترقبه یا نا اټکل شوي څه پیښ شي. زما پر باور د امریکا او ایران جگړہ په اوسنیو شرایطو کې ممکنه نه دہ؛ ځکه چې:
۱- ایران او امریکا په سیمه کې ستراتیژیک پارټنران یا ملگري دي
۲- امریکا د ایران لپارہ عراق را و پرځاوہ؛ که د امریکا مرسته نه وای، ایران داسې په خلاص مټ د عراق په مسایلو کې مداخله نه شوہ کولای.
اوس عراق عملاً د ایران مستعمرہ دہ
۳- که له امریکې سرہ د ایران لوجستیکي او نورې ھر اړخیزې مرستې نه وای، امریکا دومرہ په اسانه افغانستان نه شو لاندې کولای چې د ھمدې خدماتو په بدل کې امریکا په افغانستان کې ایران ته پریمانه امتیازات ورکړل. افغان دولت د ایران د استخباراتو په ولکه کې دی، تر ولسمشرہ پورې یې په تورو کڅوړو کې ترې پیسې اخلي، فرھنگي یرغل یې افغاني ارزښتونه د تباھۍ ژۍ ته رسولي. د محرم په میاشت کې د افغانستان پر پلازمینې د قُم گومان کیږي او سړی داسې محسوسوي لکه ټول کابل چې شیعه وي
۳- امریکا کاپیتلستي ھیواد دی چې د اقتصاد پوہ لویه برخه یې د وسلو پر خرڅلاو ولاړہ دہ. عربي ملکونه په ځانگړي ډول سعودي عربستان د امریکایي وسلو د رانیولو تر ټولو لوی مارکیټ دی.
په منطقه کې د ایران موجودیت د دې وسلو د خرڅلاو بھترین تضمین دی.
احمق عربان چې کله د وسلو په را نیولو کې سستي وکړي، ایران د امریکې په سلا په سیمه کې غر او پش پیل کړي، پر سبا یې عربان د امریکا د وسلو دوکان ته په لائن کې ولاړ وي.
که ایران نه وي او یا وي خو د منځني ختیځ په سیاست کې یې ھمدا جارحانه رول نه وي، د امریکا وسلې په دې پیمانه نه خرڅیږي
۴- د امریکا او ایران په سیاسي شطرنج کې ښایي سلیماني ھغه مھرہ وي چې په فوځي او استخباراتي ډگر کې یې نور رول سرته رسیدلی وي او بیا د طرفینو پر سلا او مشورہ ( مستقیمه یا غیر مستقیمه ) له مخې لیرې شوی وي.
که امریکا د خپلو سیاسي موخو لپارہ خپل سفیر له ضیاء الحق سرہ یو ځای الوځولی شي نو ولې ایران د خپلو گټو لپارہ خپل یو قومندان نه شي قربانولی؟!!
۵- ایران پخپله دننه کې ډیر جراحت پذیر دی، د ایران ولس له اخوندي رژیم څخه خوښ نه دی او ایران ویرہ لري که له امریکې سرہ د زور ازمائي ډگر ته کوز شي نو امریکا به یې ھم په مقابل کې سنیان، بلوچان، کردان او نور اقلیتونه را وپاروي او دا ھر څه به په داسې یو وخت کې وي چې د ولس اکثریت یې له خپل نظام څخه راضي نه دی!
د ایران اخوندان په دې پوھیږي چې شرایط او حالات یې پر خوا نه دي نو ځکه زہ فکر نه کوم په کوم انتقامي عمل لاس پورې کړي
۶- پرونی تاریخ راته وایي چې د ایران څه کم یو درجن دیپلوماتان د افغانستان په مزار کې ووژل شول. ھغه مھال افغان دولت له جنگ سالارانو سرہ په جگړہ کې ښکیل و او په نظامي لحاظ ډیر کمزوری و، ایران د حملې گواښونه، غر او پش وکړ خو عملي اقدام ته یې زړہ ښه نکړ!
ایران چې په یو کمزوري ھیواد د خپلو بیشمارہ دیپلوماتانو پر وژنې حمله و نه کړہ نو اوس به څه د یوہ قومندان گوټي پر سر له زبر ځواک سرہ نښلي؟!
۷- امریکا تل پر کمزوریو حمله کوي، شمالي کوریا چې ھر وخت امریکا ته غاښ ماتونکی ځواب وایي او یو ستر نظامي طاقت دی، امریکا کله ھم پرې د حملې نیت نه دی کړی.
ایران ھم په سیمه کې یو ستر نظامي طاقت دی، ښایي امریکا ورسرہ ښکر پر ښکر کیدل خوښ نه کړي
۸- ایران د تیلو یو ستر صادرونکی ھیواد دی.
پر ایران حمله به د تیلو بیه دوہ سوہ سلنه او یا تر دې ھم ډیرہ پورته بوځي، چې دا کار به ډالر چې پر تیلو ولاړ دی او بله پشتیوانه نه لري، پر مرگ محکوم کړي! د ډالر ماتې د امریکا د ټوټې کیدو پر مانا دہ نو ځکه وایم: امریکا به ھیڅکله پر ایران حمله و نه کړي
۹- ټرمپ د امریکې د تر ټولو زړې سیاسي پارټۍ جمھوریت غوښتونکیو سیاسي لار تعقیبوي.
په اوسنیو شرایطو کې ډیري جمھوریت غوښتونکي د دیموکراتو پر خلاف کنزر ویټیو conservative ( پښتو کلیمه یې را څخه ھیرہ دہ ) دي او د فارورد جارحانه پالیسي نه تعقیبوي نو ځکه پر ایران د حملې امکان کم دی
د فکر لمحه:
سلیماني په عراق کې ووژل شو او امریکا په رسمي توگه د عراق اشغال کلونه وړاندې پای ته رسولی. خو داسې ښکاري چې امریکا اوس ھم ھلته فعال نظامي حضور لري!
ھیله دہ د قطر مذاکرات به په دوہ درې ورځو کې بیرته پیل شي چې د بریالیتوب په صورت کې به امریکا د افغانستان اشغال پای ته رسوي. د الله تعالی لوی دربار ته لاسونه لپه کوم چې په افغانستان کې د امریکا اشغال د عراق د اشغال په څیر پای و نه مومي یانې داسې نه شي چې په ظاھرہ اشغال ختم وي او غیر مرئي دوام ولري. ځکه له ھغې حالت څخه بیا د اشغال تداوم پر مراتبو بھتر دی
نتیجه
ایران او امریکا په سیمه کې مشترکې گټې لري. دا دواړہ طاقتونه چې په ظاھرہ د یوہ بل د دښمنۍ ټټر وھي په حقیقت کې د یوہ بل متمِم او مکمِل دي. دوی د یو بل گټې څاري او طبیعي ملگري دي نو ځکه د دې خبرې امکان ډیر کم دی چې پر یوہ بل به حمله وکړي او خپلې گټې به پخپله په خطر کې واچوي.
ایران ممکن د یو څه وخت لپارہ په رسنیو کې په ډیر طمطراق امریکا ته گوتڅنډنې وکړي خو ھیچرې به د امریکا په نظامي تنصیباتو حمله و نه کړي، ھمداراز امریکا ھم شاید پر ایران د بندیزونو په رفتار کې شدت راولي چې د دې کار خسارہ د ایران د اخوندي رژیم پر ځای ایراني ولس ته رسي خو بیا ھم ماته پر ایران د حملې احتمال د نشت برابر ښکاري!
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۳/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن