افغانستان

د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي لسګونو مشرانو له حکمتياره خپل لار جلا کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرائيه شورا لسګونو غړو له ګلبدین حکمتيار څخه خپله لاره جلا کړه او د نوي سياسي خوځښت اعلان يې وکړ.

دغو حزبي مشرانو «د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد» په نوم نوی سياسي تنظيم اعلان کړ او له ښاغلي حکمتيار څخه يې بې زاري اعلان کړه.

د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد مشر د حزب اسلامي جهادي قومندان او د پکتيا پخوانی والي جمعه خان همدرد ټاکل شوی دی.

د ښاغلي همدرد په خبره نور يې له حکمتياره هيله پرې شوي او تر دې وروسته به د ملي ګټو پر بنسټ سياسي فعاليتونه کوي.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد جوړښت په لاندې ډول دی

ښاغلی جمعه خان همدرد رئیس
ښاغلی حاجی الماس زاهد معاون
ښاغلی عبدالروف ابراهیمی معاون
ښاغلی بشیر قانت معاون
ښاغلی ‌‌‌‌‌‌ډاګټر فضل محمد ابراهیمی معاون
ښاغلی انجنیر احسان الله محسود معاون

حزب اسلامي هم منلې، چې يو شمېر کسانو ترې لاره جلا کړې، خو وايي، مهم خلک نه دي.

د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي همايون جرير ويلي، چې دغه خلک د څوکۍ بایللو له امله له حزب څخه جلا شوي او په وينا يې ډېر مهم خلک هم نه دي.

د حزب اسلامي پر مشر ګلبدين حکمتيار تور پورې کيږي، چې ګوندي سياست کې اصولو ته ژمن نه دی او د ګوند واک او ګټې يې ټول د زامنو او زومانو په واک کې ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

پهلوان زنده خوش است
زامن او زومان خو يی لا ورپاته دی ، دا د دوو جهادو؟ قائد خو ځان او حزب دواړه وشرمول ، کفارو او منافقينوته تسليميدل همدا عواقب لری ، چی نور به لا څه ورپيښ سی .
ولعذاب الاخرته اکبر

نواب

دالر او پستی چوکی دومره قوی دی چه حزب یی مات کر.

محمدظاهر حلیمی

الهی زوال چی په یوه ټولنه راشی دنفاق په کنده برابرشی

عبدالسلام سلام

ډوی هیڅ هم نه شي کولای که حقیقت ووایو نو جمعه خان همدرد او دغه نورو شل کاله مخکې حزب پرېښی وو دوی نه د مشري وړتیا لري او نه اسلام ته ژمن خلک دي.

Hazrat Shah Agha Mas

ددي غلو سره د ښاغلي کلیمه هیڅ خوند نکوي.

اجمل

د طالبانو به هم همدا لار وی د نسیم آخندزاده ډله، د ملا یعقوب ډله، د ملا منصور کسان او …. پنجابیان به مو داسی دړې وړې کړی لکه چی مجاهدین یی کړل. همدا اوس پاکستانی طالبانو ته ګوری په دریو ډلو تقسیم شوی او تاسی به په شلو ډلو ووشل شی.

بیا نن سبا منطقوی حالات داسی روان دی چی ممکن طالب له منځه ولاړ شی او یو وار بیا د روسانو واکمنی په خپریدو شی. ایران سره د امریکی جګړه به هر څه ## تر ## کړی.

اجمل

جمعه خان یو بیسواده جنګسالار وه، وایی چرک کم غول یی کم. ورسره نور چرګان چی تعهد د الله په نوم کړی وه هم ولاړل. خو یوه خبره: چی مونږ او خلکو ته به یی څه ګټه ورسی. د طالبانو مشران هم یو پر بل پسی ولاړل د خلکو وژنه خو همداسی روانه ده. الله د ټول ورک کړی.

جميل

د طالبانو کرامو د ورکيدو دعاوی ډيرو منافقينو ، فاسقينو ، مفسدينو ، فاحشو ،…..، او بيهمتو خاينينو کړی او کوی يی ، د دغو ټولو مرسته کوونکی ، ساتونکی او مالکان(ظالم کفار) هم د دی کرامو د ورکيدو دعاوی کوی ، خو د الله تعالی په پيرزوينی ، مهربانی او فضل و کرم سره طالبان ورځ تر بلی ډيريږی ، د ژوند ساحه يی پراخيږی او نړيوال کفری اتحاد يی پر ګونډو کړی ،
ديته وايی د موئمنو ، مظلومو او مخلصو د دعاوو برکت او قبولی .

جميل

الله تعالی دی زمونږ د دين ، زمونږ د هيواد او د ټولی اسلامی خاوری ساتونکی مجاهدين بريالی او سرفرازه ولری او دښمنان يی ناکامه ، مختوری او ورک کړی .

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x