نړۍ

د سليماني له وژنې وروسته امريکا منځني ختيځ ته درې زره اضافي عسکر لېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): امريکايي چارواکو ويلي، دفاع وزارت «پنټاګون»  د ايران سپاه پاسداران د القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني له وژنې وروسته منځني ختيځ ته د درې زره اضافي عسکرو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

رويټرز خبري اژانس د نوم نه څرګندولو په شرط د پنټاګون د لوړپوړي چارواکي په حواله ليکلي، امريکا منځني ختيځ ته د درې زره اضافي عسکرو د لېږلو پرېکړه د جنرال سليماني له وژنې وروسته کړې ده.

رویټرز دا هم ليکلي، چې ټاکل شوې وه، د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر په روانه جنوري مياشت کې عراق ته سفر وکړي، خو د سليماني له وژنې او روان تاوتريخوالي وروسته يې عراق ته خپل سفر لغوه کړی دی.

امريکا ته ګواښ نه دی متوجه

د امريکا د کورني امنيت ادارې ويلي، د جنرال قاسم سليماني له وژنې وروسته د امريکا متحده ایالاتو ته داخلي ګواښ نه دی متوجه.

د کورني امنيت وزارت مرستيال چاډ وولف رسنيو ته ويلي، تر اوسه د امريکا په داخل کې کوم ځانګړی ګواښ او خطر نه دی موجود.

نوموړي زياته کړې، چې دوی د هر ډول ګواښ د مخنيوي او دفاع لپاره چمتو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x