افغانستان

ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون: د روانې اوونۍ تر پایه د ۹۰ سلنه شکایتونو په تړاو پرېکړه کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د روانې اوونۍ تر پایه د ۹۰ سلنه شکایتونو په تړاو پرېکړه کېږي او حقوقي اړخ یې ارزول کېږي.

د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وینا، ټولټال ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي او له ډلې یې تر ټولو زیات شکایتونه د درې سوه زره هغو جنجالي رايو په اړه دي، چې ادعا کېږي،  د فورم او بایومټریک معلوماتو تر منځ یې توپير شته او جعلي دي.

د چارواکو په خبره، مرکزي سیسټم ته د ولایتي همکارانو نه لاسرسی هغه څه دي، چې د شکایتونو د ارزونې بهیر یې ورو کړی.

دوی زیاتوي، که چېرې ولایتي همکاران مرکزي سیسټم ته لاسرسی ولری، د شکایتونو د ارزونې بهیر ورسره چټکتیا پیدا کوي او په لږ وخت کې د شکایتونو په اړه پرېکړه کېدای شي.

د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې، چې د روان لمریز کال د تلې د میاشتې په اوومه نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو جنجالي ټاکنې وې، چې د لومړنیو پایلو اعلان یې ان میاشتې وځنډېد.

د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته، ګڼ شمېر ټاکنیزو ډلو اعلان شوې پایلې د یوه ځانګړي ټکټ په ګټه وبللې او زرګونه شکایتونه یې ثبت کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x