افغانستان

سیما ثمر: د هیواد په زندانونو کې لا هم زندانیان شکنجه کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او د بشري حقوقو په برخه کې د دولت وزیره «سیما ثمر» مني، چې د حکومت تر زنه لاندې لا هم د هیواد په زندانونو کې زندانیان شکنجه کېږي.

سیما ثمر، چې د اساسي قانون د تصویب د اوونۍ په مناسبت رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولې، وویل « سره له دې، چې  د افغانستان اساسي قانون او د بشر د حقوقو نړیوال کنوانسیونونه شکنجه منع بولي؛ خو د هیواد په زندانونو کې لا هم د زندانیانو شکنجه دوام لري.»

نوموړې زیاته کړې « د حکومت له لوري د شکنجه ورکوونکو بښل هغه څه دي، چې په زندانونو کې یې د بندیانو شکنجې ته لاره هواره کړې.»

د سیما ثمر په قول، نور باید حکومت شکنجه کوونکي ونه بښي او دې بد فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي.

سیما ثمر داسې مهال د حکومت په زندانونو کې له بندیانو سره په کېدونکي بد چلند اعتراف کوي، چې د حکومت په زندانونو کې شکنجې ورکول لا هم دوام لري او ځیني وخت خو ان بندیان د مرګ تر سرحده رسېږي او یا هم په بند کې د شکنجو ته د نه زغم له امله ساه ورکوي.

که څه هم په بیا، بیا په زندانونو کې له بندیانو سره د زندان د مسئولینو له لوري د بد چلند په اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو تر دې دمه حکومت ورباندې هیڅ غور نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

طالبن دغی فاسدی ته ولی کش نه ورکوی.دیره خاینه او متعصبه شزه ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x