افغانستان

د وکیلانو غیرحاضري: د ولسي جرګې ناسته بې پایلې پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت ولسي جرګې تمه درلوده، چې په نننۍ غونډه کې له سعودي عربستان څخه د پور اخستلو د موضوع په ګډون شپږ اړین موضوعات وڅېړي او د تایيد رایه ورکړي؛ خو د وکیلانو د غیرحاضري له امله ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» په دې تړاو وویل « د ۲۴۸ غړو له ډلې يې یوازې ۶۵ حاضر دي او د لسو کمېسیونونو د رییسانو په ګډون پاتې ۱۸۳ تنه غیر حاضر دي.»

د رحماني په قول، تېره ورځ د ولسي جرګې دارلانشاء وکیلانو ته خبر ورکړی وو، چې باید په نننۍ ناسته کې ګډون وکړي؛ خو له دې سره، سره یوازې ۶۸ تنه حاضر دي.

د ولسي جرګې دویم منشي «عرفان الله عرفان» په دې تړاو وویل « د وکیلانو له لوري د ناروغۍ او یا رخصتۍ په نامه د رقعو رالېږلو د ولسي جرګې مجلسونه له ستونزو سره مخ کړي.»
د عرفان په قول، په نننۍ ناسته کې هم پنځوسو وکیلانو د رخصتۍ او یا هم ناروغۍ رقعې ورته لېږلې دي.

یاده دې وي، چې د ولسي جرګې زیاتره ناستې د غړو د نشتون له امله بې پایلې پای ته رسېږي، تېره چهارشنبه هم د پارلمان ناسته بې پایله پای ته رسېدلې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close