نړۍ

ټرمپ: که ایران برید وکړ، له سختو ځپونکو ګزارونو سره به مخ شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که د قاسم سليماني د وژنې په غبرګون کې يې پر امريکايي هدفونو برید وکړ، له سخت چټک او قوي ځپونکو ګزارونو سره به مخ شي.

ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې يو ځل بيا د ایران سپاه پاسداران د القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني له وژنې دفاع کړې او خبرداری يې ورکړی، که ايران پر امريکايي هدفونو برید وکړ امريکا به په ايران کې ۵۲ ټاکل شوي مهم هدفونه په نښه کړي.

ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي، ۵۲ هدفونه د هغو امريکايي ديپلوماتانو د شمېر رمز دی، چې په ۱۹۷۹ کال کې په تهران کې د ایران له لوري يرغمل شوي وو.

د امريکا ولسمشر زياته کړې، چې له ایران سره د تاوتريخوالي د زياتېدو پلوي نه کوي، خو که ایران برید وکړ، ۵۲ داسې ځايونه به په سختو او ويجاړوونکو بریدونو کې په نښه کړي، چې د ایران لپاره له کلتوري او نورو اړخونو کې خورا مهم دي.

نوموړي ويلي: ایران پر موږ برید وکړ، موږ  يې ځواب ووايه او که يې بیا د غچ اخيستو لپاره برید وکړ، تر دې په سخته طريقه به ځواب ورکړو او موږ سيمې ته د يو شمېر نوو او پرمختللو وسلو د لېږد پرېکړه هم کړې ده.

د القدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني او په عراق کې د حزب الله شيعه ملېشو مرستيال ابو مهدي المهندسي وړمه ورځ د جمعې په سهار د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا په هوايي برید کې ووژل شول.

ایران خبرداری ورکړی، چې په لنډ وخت کې به له امريکا به د سليماني د وژنې غچ واخلي.

د سليماني له وژنې وروسته په سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو اندېښنه شته او امريکا ويلي، په تازه پرېکړه کې يې منځني ختيځ ته د درې زرو اضافي عسکرو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x