افغانستان

طالبانو کندهار کې د ملي اردو پر قرارګاه له موټربم وروسته ډله ييز برید کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندهار ولايت خاکريز ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه له موټربم وروسته ډله ييز برید کړی، چې لا هم د عسکرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د کندهار ولايت امنيتي سرچينو منلې، چې نن له غرمې مخکې طالبانو د مازدا ډولي موټر په مرسته د ملي اردو پر قرارګاه موټربم برید کړی او تر هغه وروسته يو شمېر بریدګرو په سپکو او درنو وسلو سمبال پر قرارګاه ډله ييز برید پيل کړی دی.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې د بريد مسؤوليت منلی او ګڼ شمېر عسکرو ته د يې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي او نه هم د کندهار چارواکو په دې تړاو رسنيو ته څه ويلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

زره می په دی درد کوی چی دواره د اسلام او وطن ددفاع ادعا کوی. هسی مه سره وژنی دا جنگ دبل دی. که یی نه منی و گوری چی ددوارو خواوو مشرانو کورونه او اولادونه چیری دی. سره یوشی صلحه وکی. د خلیلزاد او پاکستان خاین خبری مه منی.

Adam Khan

khakh me ka Mulla da khapallo jamo sarah
khwand na kawi kafan da zamaro sarah
za pa khapalo weeno lambedally yama
ma mi lambawa mulla pa oboo sarah
ma razai farishto zama na cha ghorai
cha de karrai hesabona da toryalo sarah

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x