د نن سرلیکنهلیکنې

پر مذاکراتي بهیر به د قاسم سلیماني د وژنې اغیزڅه وي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

جنرال قاسم سلیماني د ایران د انقلاب ساتونکو د قدس ځانګړي ځواک مشر وړمه ورځ په بغداد کې د امریکايي ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.

له نوموړي سره د عراق د ولسي پاڅون د ډلي مشر أبو مهدي المهندس او د لبنان د حزب الله ډلې دوه تنه نور مهم قوماندانان هم یو ځای ووژل شول.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې د یاد برید قومنده شخصا ولسمشر ټرمپ ورکړي چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو د کاندید جوبایډن او د ولسې جرګې د مشرې نانسي پلوسي له مخالفت سره مخ شوی.

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ حالات تر بل هر وخت ترینګلي دي د ټرمپ له لوري په دغسي لا ابالي ډول د قاسم سلیماني وژنه به نور هم هلته روان وضعیت کړکیجن کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د روان تاوتریخوالي اغیز تر اوسه په منځني ختیځ متمرکز دی ، خو ښايي د سلیماني په وژل کیدو سره هغه د منځني ختیځ له پولو بهر شي.

د امریکا او ایران ترمنځ پوځي او سیاسي مسابقه په عراق کې د صدام حسین د حکومت له راپورځولو وروسته پیل شوې خو اوس داسې ښکارې چې هغه د ایران په ګټه په پایته رسیدو ده.

ځکه په ایران کې د امریکا په مټ واک ته رسیدلی رژیم په اکثریت سره نور په عراق کې د امریکايي شتون مخالف او پرځای یې د ایران ننګه کوي.

له منځني ختیځ په تیره له عراق نه بهر افغانستان بل داسې هیواد دی چې اوس بالفعل امریکا او ایران دواړه ورکې د خپل پوځي او سیاسي نفوذ په لټه کې دي.

په افغانستان کې د امریکا په خلاف جنګیدونکی طالبان هغه ځواک دی چې د امریکايي اشغال په اتلس کلنه دوره کې یې له هغوی سره داسې کلکه وسله واله مقابله وکړه چې اوس یې له امله امریکا له هغو سره خبرو ته اړیستل شوې ده.

د سلیماني د قتل پیښه په داسې حال کې را منځته کیږي چې طالبان او امریکا یوه سیاسي توافق ته د رسیدو لپاره دولسم پړاو خبرې پیلوي.

لهذا یاده پیښه به په حتمي ډول د مذاکراتي پروسې په چټکولو کې مثبت رول ولري.

ځکه د سلماني تر وژنې وروسته ایراني چارواکو له امریکایانو څخه د هغه د وژنې د غچ کلک ګواښ وکړ.

معلومه خبره ده چې دا ګواښ به هلته عملي کیږي چیرته چې امریکايي تواجد شتون ولري.

د دې لپاره چې په افغانستان کې امریکایان د ایران له احتمالي غچ اخیستنې څخه ځان وژغوري تر ټولو غوره لار ورته له طالبانو سره ژر تر ژره یوه سیاسي توافق ته رسیدل دي چې په ترڅ کې یې له هرډول برید څخه خوندي خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ځنډول په لوي لاس ایران ته د اهدافو په لاس ورکول دي چې د هغوی په له منځه وړلو سره به د منځني ختیځ تر څنګ افغانستان هم د امریکا او ایران د پوځي زور آزموینې په میدان بدلیږي.

طالبان هم باید د مذاکراتي پروسې په تسریع سره باید حتی الامکان هڅه وکړي چې افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د پوځي او استخبارتي مقابلې له شره وژغوري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د ایران اخوندان دومره بی عقله نه دی چه د یوه سلیمانی لپاره ټول ایران په اور اچوی،
دوه دری هفتی روسته خبره خپله سړیړیږی،
سلیمانی تر خپلو اخوندانو ډیر خلک قربان کړل،
څه کری هغه به ریبی،ظالمانو ته همداسی الله ج ظالمان مخی ته دروی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close