افغانستان

خلیلزاد په قطر کې له ملا برادر اخند سره ليدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

نن ټکی اسيا ته د رسېدلو معلوماتو له مخې خلیلزاد تېره ورځ په دوحه کې د طالبانو له سياسي مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر اخند سره ليدلي دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم ازادي راډيو ته ويلي، چې ښاغلی خلیلزاد قطر ته رسېدلی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د امريکا خاص استازی په داسې حال کې قطر ته رسېدلی، چې وړمه ورځ په کابل کې د امريکا سفارت يوه ډيپلوماټ رسنيو ته ويلي و، چې خلیلزاد به په دوه درې ورځو کې له طالبانو سره د تاوتريخوالي کمولو په اړه وروستيو خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د امريکا سفير جان بس ويلي، واشنګټن له طالبانو سره د سولې هوکړې ته لېواله دی او د دې لپاره يې له طالبانو د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

جان بس له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي و، امريکا له طالبانو د اوربند غوښتنه نه کوي او يوازې د تشدد د کمولو غوښتنه لري.

طالبانو هم ويلي، د تاوتريخوالي په کمولو يې خپلمنځي سلامشورې پيل کړي، خو وروستۍ پایلې ته د رسېدو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

نور د سولی د خبرو په پلمه باید خلک ونه وژل شی. د سولی د پردی شاته پروګرامونه پلان کیږی په ولاکه سوله موله ووینی. حالات خراب دی ډیر زر به په ټوله ساحه کی جنګونه په پراخه سطحه شروع شی او دغو خبرو ته به څوک وخت هم ونلری چی غوږ ورته ونیسی

عبدالله

لوبه سمه نه ده خدای تعالی دی پر تولو مسلمانانو رحم وکری. خلیلزاد کوشش کوی طالبان فعلی فاسد حکومت ته ورگد کری په داسی حال کی چی طالبان یو گروپ نه دی او نه هم یو حمایوی لوری یا مرکز لری. اوس وخت کی هم طالب او هم هر حکومتی مامور ته لازمه ده چی داسی سیاسیت وکی چی تولو گاوندیانو ته د منلو ور وی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x