افغانستان

کندهار: د طالبانو برید د عسکرو مرکز په بشپړه توګه ویجار کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل):د کندهار ولایت په «خاکریز» ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په قرارګاه د طالبانو موټر بم او وسله وال برید لسګونه عسکر وژلي او ګڼه وسله د طالبانو لاس ته ورغلې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «نن سهار 09:50  بجې د کندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ  اړوند د شرغې دوراهي په سیمه کې دمزدور دښمن پر مهمه قرارګاه  داسلامي امارت دقهرمانو مجاهدینوله لوري  د کماز موټر په مټ قوي چاودنه ترسره شوه.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «دچاودني له امله قرارګاه په بشپړه توګه له خاورو سره خاوري اوپکې میشت  له پنځوس نه تر شپېته پوري ګوډاګي عسکر اوپولیس ځای پرځای ووژل شول یواځي دوه تنه یې روغ پاتي شوي چې هغه هم مجاهدینوله ځان سره ژوندي راوستلي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، په بریدونو کې دوه شوبلې او نور اسباب هم سوځول شوي او ۲ راکټونه، یو کلاشنکوف او د کارمولي ټوپک پنځه زره مرمۍ طالبانو ته په لاس ورغلې.

په خبرپاڼه کې ددې تر څنګ یادونه شوې، چې د عسکرو کومک ته بهرني ځواکونه رارسېدلي او دا مهال هغوی د مړو په را ایستلو بوخت دي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د کندهار امنیتي چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x