افغانستان

اروپايي ټولنه: د منځني ختیځ وروستي بدلونونه افغان سوله له خطر سره مخ کولای شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی «رونالډ کوبیا» وایي، د منځني ختيځ او جنوبي اسیا وروستي تحولات کولای شي، افغان سوله له خطر سره مخ کړي.

کوبیا وروسته له هغه، د افغان سولې بهیر ته اندېښمن دی، چې امریکا په بغداد کې د ایران د سپاره پاسداران ځواک د القدس څانګې مشر وواژه او په غبرګون کې ایران ګواښ وکړ، چې له امریکا به غچ اخلي.

کوبیا لیکلي « د افغان سولې پروسه نه یوازې د افغانستان په کچه، بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه ژور حل ته اړتیا لري، د عراق وروستي بدلونونه ددې پروسې مسیر بدل او له خطر سره یې مخامخ کولای شي.»

د کوبیا په خبره، افغانستان په سیاسي واک ټینګار کوي، چې د اوس لپاره دا غوره «لوبه» نه ده.

یاده دې وي، چې د القدس څانګې د مشر «قاسم سلیماني» تر وژل کېدو وروسته، یو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې د سلیماني له وژل کېدو سره هم مهاله د ایران له لوري له امریکا څخه د غچ اخستلو ګواښونه ښايي یاده پېښه د افغان سولې په پروسه هم اغېز وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x