
اجرائیه ریاست د کابل امریکایي پوهنتون مرستې ته ټټر وهلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې یو شمېر بهرنیو رسنیو د مالي بودیجې د نشتون له امله، د کابل امریکایي پوهنتون د تړل کېدو خبرونه ورکړل، د ګډ حکومت له اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» د یاد پوهنتون له مشر سره لیدلي او د هر راز همکاری ډاډ یې ورکړی.
له اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرائیه رییس له «سیډني» سره په سپیدار ماڼۍ کې د خپلې لیدنې په مهال د امریکايي پوهنتون له هڅو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه، چې افغان حکومت به ددې پوهنتون له ګټورو پروګرامونو ملاتړ کوي او همکاري به ورسره ساتي.
د خبرپاڼې په بنسټ، د امریکايي پوهنتون مشر ادعا وکړه، چې نوموړی د پوهنتون لپاره د مالي امکاناتو د برابرولو په لټه کې دی او تر څنګ یې د افغان حکومت له مرستې مننه کړه او یاده یې کړه، چې پوهنتون به خپل فعالیتونه غځوي.
د کابل امریکايي پوهنتون، چې د هیواد د معتبرو پوهنتونونو په ډله کې راځي، له زده کوونکو لوړ فیس اخلي؛ خو لا یې هم شپېته سلنه چارې د امریکا د حکومت په مالي مرسته ترسره کېږي.
څه موده وړاندې داسې راپورونه وو، چې امریکا دې پوهنتون ته د بودیجې له ورکړې نټه کړې او ښايي پوهنتون وتړل شي.