غزل: مدثر همراز

مدثر همراز

یمه ساده یمه سپین زړی او، زهیر انسان یم!
ځکه ټولنه کې رټلی یم، حقیر انسان یم!

متمدن یم مادیاتو ته سجدې کومه
ډیر پر مختللی مسلمان یمه! اجیر انسان یم!

که پیر مې بولې که ملا او که طالب مې بولی
په دم دعا په وړاندی زمه، عالمګیر انسان یم!

اوس دې په پڅه چاړه سر جدا کوم صبر شه
ځکه چې واک لرمه زور لرم، امیر انسان یم!

دنیا ته راغلم د څارویو په څیر ژوند تیروم
نه په الله ایمان لرم نه په، تقدیر انسان یم!

ما ډیر ښایسته او ډیر بدرنګه انسانان ولیده
همراز عاجز یم طرفدار هم، د فقیر انسان یم!

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close