نړۍ

د عراق پارلمان د امريکايي پوځيانو د ايستلو قرارداد تصويب کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): د عراق پارلمان د رايو په اکثريت هغه قراداد تصويب کړ، چې ټول بهرني پوځيان به د عراق له خاورې وځي.

د عراق پارلمان نننۍ بېړنۍ ناسته د حکومت او سياسي ګوندونو په غوښتنه جوړه شوې، خو يو شمېر سياسي څېرو د دې ناستې مخالفت کړی دی.

اوس مهال په عراق کې ۵۲۰۰ امريکايي عسکر پراته دي او پارلمان د ټولو بهرنيو پوځيانو د ايستلو قرارداد وروسته تر هغه تصويب کړی، چې وړمه ورځ د ایران سپاه پاسداران «القدس» ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني د امريکا په توغنديز برید کې ووژل شو.

د عراقي پارلمان په قرارداد کې راغلي، چې ټول بهرنيان دې د عراق خاوره، سمندر او فضا د پوځي موخو لپاره له کارولو لاس واخلي.

د عراق سرپرست لومړي وزير عادل عبدالمهمدي هم د پارلمان ناستې ته وويل، چې امريکا د عراق خاوره د خپلو موخو لپاره کاروي او دوی هېڅکله داسې خپلسري عمليات نه شي زغملی.

هغه زياته کړه، چې د امريکايي عسکرو د ايستلو لپاره بايد يو مهالوېش جوړ شي او دا د امريکا لپاره غوره ده، چې خپل عسکر له عراقه وباسي.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ لفظي ناندرۍ روانې دي او داسې اندېښنې شته، چې تر دې وروسته په سيمه کې تاوتريخوالی زيات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ايرانيان دې هم ووځي.

اجمل

هیله ده چی افغان پارلمان هم د عراق له پارلمان څخه د عبرت پند واخلی. زمونږه امنیتی تړون له امریکی سره خو مونږه ته بیغره له تباهی نوره ګټه ولاکه کړی وی. نه یی د پاکستان د تجاوز مخه ونیوله او نه یی هم ترهګر له ملکه ورک کړل.

اجمل

خو وتل هم ساده کار ندی. اوس به امریکایان وایی درسته ده وځو دلته مو په میلیاردو ډالر مصرف شول هغه هم راکړه او دا پوځی اډی خو ګوری چی په هری یوی یی سل میلیارده ډالر لکیدلی دا هم راکړه، کنه نو لاس دی خلاص نه وځو.

جميل

څومره د انصاف او سليم عقل خبره ؟ داچی څومره يی شهيدان کړل ، څومره بنديان ، هيواد او ولس يی ټوک ټوک کړ ، څومره بی عزتی ، په بدو کی يی لمړی مقام وروګټی ،…. ، څومره نور تاوان يی راورساوه ، د اډو مصارف هم بايد ورکړو(بګيرش که نګيرت).
واه واه آفرين و تاسو د دين ، د هيواد او د ولس ؟ ته .

عبدالله

د امریکی قدرت دشرابیانو قماربازانو او مافیا په لاس دی، دوی هیخ قانون او هیواد ته درناوی نه لری او نه هم ژمن او تعهداتو کی صادق دی. دوی لومری قانون قانون وایی که یی په قانونی دول سوک اشغال نه منی بیا د بی قانونی پروا هم نه لری. نو مسلمان هیوادو ته لازمه ده چی یو بل سره په تولو ارخونو کی مرسته وکی که نه د عراق، سوریی، یمن او افغانستان په شان به یو په بل پسی لوت او تالار کیژی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x