
اشرف غني-حسن روحاني ته: د افغانستان خاوره د بل چا په ضد نه استعمالېږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۸ل): په بغداد کې د امریکا د برید په پایله کې د القدس د قوماندان «قاسم سلیماني» تر وژل کېدو وروسته، د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د ایران له ولسمشر «حسن روحاني» سره تلیفوني خبرې کړې او هغه ته یې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد نه استعمالېږي.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې کاږي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ټلیفون پر لیکه د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حسن روحاني سره خبرې وکړې او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هیواد پر خلاف نه استعمالېږي.»
خبرپاڼه وړاندې لیکي «جمهور رئیس غني د ایران جمهور رئیس او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه، خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل. جمهور رئیس غني د ایران جمهور رئیس او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه، خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.»
اشرف غني داسې مهال ایران ته د بهرنیانو له لوري د بل چا په ضد باندې د افغانستان د خاورې د نه استعمال ډاډ ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د بغداد په هوایي ډګر کې د ایراني قوماندان «قاسم سلیماني» تر وژل کېدو وروسته دواړو هیوادونو یو بل ته ګواښونه کړي، چې هدف به یې ګرځوي.
د ایران له لوري دسلیماني د غچ تر ګواښ وروسته، د امریکا ولسمشر وايي، که د ایران له لوري یې اهداف او ګټې وګواښل شي په دې هیواد به دوه پنځوس هدفونه په نښه کړي.
په خپل وولس د امريکايانو د چاپو او وحشتونو مخه نه شي نيولای،، نو دا به څنګه ممکنه وي چې د ايران په وړاندې به له افغانستان څخه د امريکايانو د فوځي تحرکاتو مخه ونيسي.
سر پياز، کون پياز،، ارګ دې د روحاني خبرې هم منعکسې کړي چې په قوي احتمال يې غلام اشرف غني ته کونزد کړې دي!!
توپو تا خپلہ خاورہ دخپل غیرت مند ملت خلاف استعمال کړی دہ پرہ دی بہ پہ تا غلام څہ باور وکړی دادی نہ شل کیږی
امیکایانو تہ صرف د افغانستان ورانول او او د افغانانو وزل اجازہ ورکوک شوی نہ د بل ملک
په يوه اشغال شوي هيواد كي چه د فضاء اختيار يي هم د بهرنيو لخوا ايداره كيژي د بيواكه ګوډاګیانو دا ډول څرګندونی به هیڅ ګټه و نلري.