ټکنالوژي

ايراني هيکرانو د امريکا د استخباراتو ويبپاڼه هيک کړې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغې چې د ايران او امريکا ترمنځ حالات ترينګلي او جګړييز اړخ ته بدل شوي، ايراني هيکران توانېدلي د امريکا د استخباراتو ويبپاڼه هيک کړي.

هيکرانو ويبپاڼه هيک کړې او پر دې يې د آيت الله خامنه يي او د ايران بيرغ عکسونه لګولي دي.

دوی پر ويبپاڼه خپور کړي پيغام کې ويلي چې، «دا د ايراني هيکرانو د سايبري ځواک يوه کوچنۍ مظاهره ده».

ايراني هيکرانو د امريکا کورني امنيت زيرمو کتابتون ويبپاڼه هيک کړې او پر دې يې د خامنه يي او ايران بيرغ عکسونه لګولي دي.

له يادې پيښې وروسته امريکايي چارواکو ياده استخباراتي ويبپاڼه بنده کړې ده.

ياده دې وي چې امريکا څو ورځې وړاندې په عراق کې د ايران ستر جنرال قاسم سليماني په يوه بريد کې وواژه چې له هغه وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات لا هم کړکيچن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Naqib uallh

ټول اسلامي هيوادونه بايد دامريکا په ضد ودريږي او دترامپ دغه غرور ورته بيرته په مخ ووهيـ

عبدالمالک همت

د دغه خبر له پاسه تصوير د احساساتي توب پر بنسټ يو خيالي انځور دی، خو که لږ ځير سو د ايران د حکومت له خوا په سوريه کي د بشار الاسد غير اسلامي ملاتړ او په نورو هيوادونو کي د ايراني حکومت مغرضي لاسوهني او په ځينو اسلامي هيوادونو کي د حکومتونو سره د دښمنيو په سبب د دغو هيوادونو د خلکو خوارولو له ايران څخه د ډېرو مسلمانانو وېري او نفرتونه راپارولي دي چي دا چاري د مسلمانانو د تفرقې او خواريو لامل سوي او کفارو ته يې موقع او جرئت ورکړی دی چي د اسلامي هيوادونو په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x