
کينيا هيواد کې امريکايي عسکرو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۸ل): کينيا افريقايي هيواد کې الشباب ډلې د امریکايي پوځيانو پر اډې برید کړی او امريکايي عسکرو ته په کې درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
الشباب ډلې ويلي، پر امريکايي اډې برید کې يې امريکايي الوتکو، چورلکو او پوځي موټرو ته يې زيانونه اړولي او ګڼ شمېر امريکايي او کينيايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ليکلي، چې په دغه برید کې دوه الوتکې، دوه چورلکې او يو شمېر پوځي موټر هم ويجاړ شوي دي.
يوه افريقايي خبريال هارون معروف په خپل ټويټر پيغام کې د الشباب په برید کې د ويجاړو شوو الوتکو انځورونه هم خپاره کړي دي.
Photos published by Al-Shabaab purportedly show militants in Camp Simba/Manda Airstrip, Lamu Kenya. pic.twitter.com/MfzeSpjNHN
— Harun Maruf (@HarunMaruf) January 5, 2020
د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» منلې، چې د الشباب په برید کې د يوه عسکر سربېره دوه امريکايي قراداديان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د رپوټونو له مخې دا برید د تېرې يکشنبې په سهار ساحلي «لامو» سیمې کې پر «سمبا» پوځي اډې شوی و.
لويديځو رسنيو د عيني شاهدانو له قوله ليکلي، چې تېره ورځ سهار وختي يې د لامو سيمې په سمبا هوايي اډې کې د چاودنو او ډزو اوازونه واورېدل او دغه برید د الشباب جهادي ډلې له لوري شوی دی.
الشباب ډله له تېرو لسو کالو راهيسې په سومالې او کينيا کې د حکومت او بهرنيو عسکرو پر خلاف وسله وال فعاليتونه کوي.
د تېر ډسمبر په ۲۸مه نېټه هم د سوماليې په پلازمېنې مقديشو کې د چاودنې له امله اتيا کسان وژل شوي وو او حکومت د دې برید پړه هم پر الشباب ډلې اچولې وه.